د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالبانو وروستیو اقداماتو ته په کتنې چې له امله یې په یو شمیر ولایتونو کې تلویزیوني او راډیوي خپرونې بندې شوي اندیښنه ښودلې او ویلي دي طالبانو په روان کال کې لږ تر لږه ۱۲ عامه او خصوصي رسنۍ تړلي دي.
دغه سازمان د پنجنشنبې په ورځ ډسمبر ۱۹(لیندۍ ۲۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي راپور ویلي چې د طالبانو له خوا د رسنیو د غږ د چپولو د هڅو په دوام کابل کې د ارزو خصوصي تلویزیون د خپرونو د بندیدو د دوام ترڅنګ ددغې رسنۍ اوه کارکوونکي لا هم بندیان دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان په دې راپور کې د طالبانو له حکومت څځه سمدستي ددغو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د خوشې کیدو غوښتنه کړې او په افغانستان کې یې د رسنیو تړل 'غیرقانوني ' ګڼلي او د دغو رسنیو تړل غندلي دي.
دغه سازمان ویلي: "د طالبانو په سیاست کې موسیقي، داستان، د ژوندیو موجوداتو تصویرونه او مستند خبرونه د چارواکو له خوا ټول ' تیری کوونکي' محتویات ګڼل کیږي کوم چې په روان کال کې په اوو ولایتونو کې لږ ترلږه د ۱۲ عامه او خصوصي رسنیو د تړلو سبب شوي دي".
د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF)، ویلي چې په داسې حال کې چې د یوولس تلویزیونو او د یوې راډیو فعالیت په بشپړ ډول بند شوی، درې نورې راډیوي خپرونې په موقتي ډول د تړل کیدو وروسته له هغې ورته په دې شرط د فعالیت اجازه ورکړل شوی چې نور به په خپلو خپرونو کې موسیقي نه خپروي.
د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست او د دغه حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو په ګډه د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په څلورمه (لیندۍ ۱۴) په کابل کې د ارزو خصوصي تلویزیون باندې برید وکړ او د څو ساعتونو پلټنو وروسته یې ددغه تلویزیون دروازه مهرلاک کړه.
بې پولې خبریالانو سازمان د طالبانو له خوا د ارزو تلویزیون د پلټنې په اړه د یو عیني شاهد له قوله چې په راپور کې یې د نوم له ښودلو ډډه کړې ویلي: "هغوی د کارکوونکو د نوملړ سره راغلل. هغوی کارکوونکي توهین او ورسره ناسم چلند څخه کار واخیست، ګرځنده تیلیفونه، ۶۰ هارډ ډیسک او درې کمپیوټرونه یې ضبط کړل".
د ار ایس ایف د راپور له مخې طالبانو پر دغه تلویزیون باندې په بهر کې د میشتو افغانانو له خوا د اداره کیدونکو رسنیو سره د اړیکو او د 'اسلامي ارزښتونو' سره په ټکر کې د تلویزیوني سریالونو د خپریدو تور لګول شوی دی.
ددې راپور له مخې طالبانو د ارزو تلویزیون د کابل د دفتر مشر امان الله عظیمي او د خپرونو وړاندې کوونکی خالد بارکزي په ګډون اوه تنه ونیول او څرخي پله زندان کې یې بندیان کړل.
د ار ایس ایف د معلوماتو پراساس ددغو تورنو دوسیه به د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کارکوونکو له خوا د کابل ولایت یوې لومړنۍ محکمې ته وړاندې شي.
د بې پولې خبریالانو د سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مسوولې سیلیا مرسیر په دې اړه ویلي: "په دې وروستیو میاشتو کې د طالبانو مفکوروي سختوالي [خبریالانو] د ځپلو څپه چټکه کړې او په افغانستان کې یې د رسنیو پر وړاندې ګواښونه زیات کړي دي. په ځانګړو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پر خپرولو بندیز په ځانګړي ډول د تلویزیونو د تړل کیدو لړۍ پراخه کړې ده".
خو د بې پولې خبریالانو سازمان دغې چارواکې ویلي چې په ولایتونو کې د طالبانو د دغو اقداماتو څخه په کابل کې هم د ارزو تلویزیون بچ نه دی پاتې شوی. دغه سازمان په بیړني ډول د ارزو تلویزیون د کارکوونکو د خوشې کیدو او پرته د کوم شرط څخه ددغه تلویزیون د فعالیت د بیرته پیلیدو غوښتنه کړې ده.
د بې پولې خبریالانو سازمان په دغه راپور کې د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو د چارواکو له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د پلي کیدو یادونه کړې او ویلي دي چې دا قانون چې د طالبانو د مشر له خوا د روان کال د جولای په میاشت کې توشیح شوی، چې د نورو مسایلو ترڅنګ د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو خپرول هم منع کوي. ار ایس ایف وايي چې ددې قانون وروسته د سیمه ییزو چارواکو د لارښوونو پراساس اوه تلویزیونو په کندهار، هلمند، تخار، بادغیس او د ننګرهار په ولایتونو کې خپل فعالیتونه بند کړي دي.
ار ایس ایف په دغه راپور کې د خوست په ولایت کې د دریو راډیوي خپرونو د تړل کیدو یادونه کړې او ویلي دي چې په دغه ولایت کې د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې دا درې راډیوي خپرونې په موقتي ډول د موسیقۍ د خپرولو او یوه راډیو د ښځو له خوا د تیلیفون د غږ د خپرولو له امله تړل شوې ده. همداشان دغه سازمان د روان کال د اپریل په میاشت کې د لغمان په ولایت کې د یوې سیمه ییزې راډیو د ملکیت په سر د جنجال له امله د تړلو یادونه هم کړې ده.
ددې سربیره دغه سازمان په کابل کې د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل په میاشت کې د طالبانو له خوا د نو او بریا په نو مونو د دوو تلویزیوني خپرونو د بندولو یادونه هم کړې ده او ویلي دي چې د نور تلویزیون د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي د ګوند او د بریا تلویزیون د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب له خوا تاسیس شوي وو. دغه سازمان ویلي چې دا دوه تلویزیونونه د سیاسي انګیزو له مخې طالبانو تړلي دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان په دې راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اکست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته طالبانو لږ ترلږه ۱۴۱ خبریالان نیولي او بندیان کړي دي. دغه سازمان ویلي چې یوازې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې طالبانو ۲۵ خبریالان بندیان کړي وو، چې نږدې ۲۵ فیصده یې بهرنیو رسنیو سره د اړیکو په تور نیول شوي وو.
د بې پولې خبریالانو سازمان دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې د طالبانو حکومت له خوا د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو بندیز لا پراخه کړی او اوس مهال په کابل کې هم د طالبانو د حکومت د ځینو ادارو له خوا د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو نه خپریدل پیل شوي دي.
د رپوټونو له مخې د روانې اونۍ د دوشنبې له ورځې راهیسې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د هغه دریو مرستیالانو یې ملا عبدالغني برادر، مولوي عبدالکبیر او عبدالسلام حنفي د دفتر له خوا رسنیو ته په استولو خبرپاڼو کې ویلی چې د هغوی عکسونه دې نه خپروي.
دمخه به د ریاست الوزرا دفتر او د طالبانو د حکومت د ویاند دفتر له خوا دغو چارواکو سره د بهرنیو او کورنیو ادارو د چارواکو د کتنو په تړاو په خپرو شویو خبرپاڼو کې د هغوی عکسونه او یا لنډ ویډیوي تصویرونه هم رسنیو ته استول، خو د عکسونو د استولو دا بهیر د تیرې دوشنبې د ورځې راهیسې بند شوی دی.
تراوسه د طالبانو حکومت په دې اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.
خو ددې اقدام دمخه هم د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد نديم، د مالیې وزارت سرپرست محمد ناصر اخوند او د پوهنې وزارت سرپرست حبيب الله اغا د خپلو ورځنیو لیدو کتو د تصویرونو د خپرولو څخه ډډه کوله. خو لا هم د طالبانو د حکومت ځینې نور چارواکي د خپلو ورځینو لیدو کتو او فعالیتونو په اړه عکسونه او ویډیوي تصویرونه خپروي.
فورم \ دبحث خونه