د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: افغانستان کې میشتې تروریستي ډلې د ټولنیزو شبکو له لارې وسله وال جذبوي


ملګرو ملتونو کې د روسیې فدراسیون دایمي استازي نبینزیا امنیت شورا ته ویلي چې تروریستي ډلې په افغاسنتان کې خپل نفوذ پیاوړی کوي.
ملګرو ملتونو کې د روسیې فدراسیون دایمي استازي نبینزیا امنیت شورا ته ویلي چې تروریستي ډلې په افغاسنتان کې خپل نفوذ پیاوړی کوي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د فدراسیون دایمي استازي واسیلي نبینزیا د امنیت شورا ته ویلي چې په افغانستان کې میشتې تروریستي ډلې په دوامدار ډول له بهر څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي او په خپلو لیکو کې د وسله والو د جذبولو لپاره ټولنیزې رسنۍ کاروي.

د روسیې ډولتي خبري اژانس تاس د جمعې په ورځ ډسمبر ۱۳(لیندۍ ۲۳) په یو راپور کې ویلي چې واسیلي نبینزیا د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له خوا جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې تروریستي ډلې په افغانستان کې د خپل نفوذ د پیاوړي کیدو په حال کې دي.

هغه ویلي: "وسله وال د خپل نفوذ د پیاوړي کیدو په حال کې دي، نوي تروریستي بریدونه ترسره کوي، چې قربانیان یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د مذهبي او قومي اقلیتونو استازي دي. د هغوی هدف په عین بڼه پاتې شوی دی: چې د افغانستان او سیمې بې ثباته کول دي".

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۲) د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره د یوې غونډې بندوبست کړی وو.

دې غونډې ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د امنیت شورا وویل، چې د افغانستان ثبات په دوامدار ډول د ګواښونو سره مخ دی.

روزا اوتنبایوا په دې برخه کې په کابل کې د تیرې چهارشنبې د ورځې ځانمرګي برید ته چې په ترڅ کې یې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د څو تنو نورو طالب چارواکو سره ووژل شو یادونه وکړه او ویې ویل چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې په دغسې شرایطو کې کار کوي.

ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ټام فلیچر، چې د بشري او اضطراري مرستو د چارو تنظیم کوونکی هم دی دې غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د نجونو په طبي زده کړو باندې د طالبانو بندیز به په دغه هېواد کې موجود بد بشري‌ کړکیچ لا بد کړي.

هغه وویل چې افغانستان د بشري کړکیچ له پلوه په نړۍ کې تر سودان وروسته دویم هېواد دی.

نوموړي ویلي‌ دي چې په افغانستان کې د نجونو په زده کړو باندې له بندیز وروسته "دا وروستی سکتور و چې افغان ښځو په کې لوړې زده کړې کولای" شوای.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې لیندا توماس-ګرینفیلډ په طبي انستیتوتونو د ښځو او نجونو پر زده کړو باندې بندیز په اړه وویل: "دا نوی محدودیت له منطق څخه سرغړونه ده او کیدای شي د افغان میرمنو او نجونو لپاره د مرګ د سزا په معنا وي، چې حیاتي طبي درملنې ته سخته اړتیا لري."

ددې دمخه افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شاویونګ د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر په نیمايي کې د بیجینګ د خبرو اترو د مرکز سره په مرکه کې په افغانستان کې د "۲۰ ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه" ښودلې او له دې پلوه یې چین او د سیمې نورو هېوادونو ته د ور پېښ ګواښ په اړه خبرداری ورکړی وو.

هغه ویلي وو: "د امریکا د متحدو ایالتونو تر حضور مخکې په افغانستان کې د ترهګرو یوه یا دوې ډلې وې، خو اوس څه باندې ۲۰ ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې فعالیت لري".

د چین ځانګړي استازي د کومې ځانګړې ډلې نوم وانخیست، خو دمخه چین په افغانستان کې د " ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ" د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

تېرکال د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین ویلي وو: "طالبان په لیکلې بڼه ژمنه کوي چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو تروریستي اعمالو او فعالیتونو ته به اجازه نه ورکوي."

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تیرې ورځې غونډې او په دې غونډه کې د شویو بحثونو په اړه تراوسه رسنیو ته غبرګون نه دی ښودلی. خو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په پرله پسې ډول ویلي چې په افغانستان هیڅ تروریستي دله شتون نلري او له دغه هیواد څخه هیڅ کوم بل هیواد ته ګواښ متوجه نه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG