د لاس رسي وړ اتصالات

د ټلویزیون نړیواله ورځ؛ افغانستان کې پر تصویري رسنیو د طالبانو زیاتیدونکي محدودیتونه


تلویزیوني خپرونې
تلویزیوني خپرونې

د افغانستان د خبریالانو مرکز د نومبر په ۲۱مه (جدي لومړۍ نېټه) د ټلوېزیون د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې پر ټلویزیونونو د طالبانو محدودیتونه زیات شوي او په تېر کال کې لږ تر لږه ۱۲ ټلوېزیونونه یا د طالبانو په مستقیم امر او یا ددې ډلې د محدودیتونو له امله تړل شوې دي.

دغه سازمان چې د افغانستان له رسنیو او خبریالانو دفاع کوي وايي، په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو لږ تر لږه ۲۱ فرمانونه یا لارښوونې صادرې کړي چې د رسنیو له قانون سره چې دغې ډلې یې د پلي کېدو ژمنه کړې ده، سمون نلري. له دې جملې څخه، اوه فرمانونه یا لارښوونې یې د بصري رسنیو د ازادۍ محدودول دي.

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې چې پر افغانستان یې واکمني کړې، پر رسنیو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د افغان خبریالانو مرکز ویلي چې: "په ملي ټلویزیون کې د ښځو له کار کولو منع کول، په تلویزیوني برنامو کې د ښځو له راښکاره کېدو او د فلمونو او سریالونو پر خپرېدو بندیز لګول او پر ښځینه خبریالانو د ماسک اغوستلو جبري کول، د فلم جوړولو او ویډیویي مرکو منع کول – چې په رسمي ډول په څلورو ولایتونو کې پلي شوی دی – په افغانستان کې د نړیوالو تلویزیوني خپرونو د خپریدو منع کول، په ژوندۍ بڼه د تلویزیوني مرکو (بحثونو) د خپرېدو منع کول، د هغو کارپوهانو د بلنې منع کول چې د طالبانو له لوري نه دي تایید شوي هغه کړنلارې دي چې په تلویزیونونو متمرکزې دي".

همدارنګه ۱۶ نورې کړنلارې چې د لاریونونو او مدني اعتراضونو د رسنیز پوښښ د منع کولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د سختو محدودیتونو، د خبرونو او راپورونو په خپرولو، د محتوا د تولید، حکومت په توګه د طالبانو معرفي کول، په رسنیو کې د موسیقۍ د خپرولو منع، په رسنیو کې د ښځو او نارینه وو جلا کول، له نارینه وو سره د ښځو مرکې او برعکس یې، د طالبانو له مخالفینو او منتقدینو سره پر مرکو بندیز، د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو منځپانګو درلودونکو سوداګریزو اعلانونو پر خپرولو بندیز، پر طالب چارواکو د نیوکې منع کول، جلا وطنه رسنیو سره پر کار بندیز، د هلمند ولایت په محلي رسنیو د ښځو د غږونو په خپرولو بندیز یې له ډلې دي، صادر شوي دي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز موندنې ښيي چې په تېر کال کې په بېلابېلو ولايتونو کې لږ تر لږه ١٢ ټلوېزيونونه له يادو کړنلارو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي چې له ډلې یې يوازې يو ټلوېزيون بېرته پرانيستل شوى دى، په یاده موده کې لږ تر لږه ۳۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي، چې اووه یې لا هم په بند کې دي.

پر دې سربیره د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو چارواکو په تلویزیونونو کې د ژوندیو انځورونو پر خپریدو بندیز لګولی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د هغو رسنیو مسوولین او یا خبریالان چې له دې حکمونو یې سرغړونه کړې، ګواښل شوي او یا زنداني شوي او رسنۍ د خپلو خپرونو او فعالیتونو د ځنډولو په ګډون له مجازاتو سره مخ شوي دي.

دغه سازمان چې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو دفاع کوي، د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې پر دغو بندیزونو له سره غور وکړي او د رسنیو قانون ته درناوی وکړي او له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتي چې په افغانستان کې د رسنیو له ازادۍ ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۱۹۹۶ کال د نومبر ۲۱ د "ټلویزیون نړیوالې ورځې" په توګه ونوموله، چې موخه یې د هیوادونو هڅول دي چې د تلویزیوني پروګرامونو تبادله وکړي، په ځانګړې توګه هغه پروګرامونه چې د سولې، ټولنیز او اقتصادي پراختیا او د ټولنې د کلتوري مسایلو د پیاوړتیا لپاره جوړیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG