د بې پولې خبریالانو سازمان په کلني راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ، دسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۲مه) خپور شو، افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو او سیمو په منځ کې د تېر کال په پرتله په لسګونو درجې ټیټ شوی او په جدول کې، ۱۷۸ ځای خپل کړی.
ناروې، ډنمارک، سویډن، هالنډ او فنلنډ په ترتیب سره له لومړي څخه تر پنځمې درجې پورې او اریتریا، سوریه او افغانستان په ترتیب سره د دې جدول په پای کې دي.
د بې سرحده خبریالانو سازمان ویلي، چې طالبانو د مطبوعاتو د ازادۍ او د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب د "مرګ زنګ" غږولی دی.
د دغه سازمان د راپور له مخې، له هغه راهیسې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان بیا واک تر لاسه کړی، پر رسنیو ډېر محدودیتونه لګول شوي او هغه رسنۍ چې لا هم فعالې دي له اقتصادي ستونزو او اطلاعاتو ته د لاسرسي له ستونزې سره مخ دي.
د دغه راپور له مخې، د طالبانو د حکمونو په پایله کې رامنځته شوې کلتوري او ټولنیزې ستونزې د دې لامل شوې چې په افغانستان کې رسنۍ په ځان سانسور ولګوي.
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې ۴۳ سلنه رسنیو کار بند کړی، له ۱۲ زرړ خبریالانو څخه، دوه پر دریمه برخه یې دندې له لاسه ورکړي او یا یې دندې پریښي دي. همدارنګه ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
نړیوال انځور
بې سرحده خبريالانو په نړۍ کې په تېره بيا په جګړه ځپلو سيمو کې پر خبريالانو د بريدونو د زياتوالي خبر ورکړی او ويلي يې دي چې "غزه د خبريالانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه سيمه" ده.
په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې د وژل شویو ۵۴ خبریالانو له ډلې څخه یو پر دریمه برخه یې – ۱۸ کسان – د "اسرائیلي پوځ"ا له خوا وژل شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه «۱۴۵» خبریالان د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.
اسرائیل تل ویلي چې په مستقیم او قصدي ډول یې خبریالان نه دي په نښه کړي، خو دا یې تایید کړې چې په پوځي اهدافو د اسرائیل په هوايي بریدونو کې یو شمېر خبریالان وژل شوي دي.
د اسرائیل د حکومت یو ویاند ، ډیویډ مرسر د خپرو شوو احصائیو په تړاو په یو خبري کنفرانس کې وویل: "موږ دا احصائیې نه منو. موږ باور نه لرو چې دا دې رښتیا وي."
له غزې وروسته، پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې د خبریالانو د وژنې یا مړینې د شمېر له مخې دویم ځای لري، په داسې حال کې چې بنګله دېش او مکسیکو هر یو د پنځو خبریالانو په وژل کېدو سره له پاکستان وروسته درجه بندي شوي دي.
د دغه راپور له مخې اوس مهال په ټوله نړۍ کې ۵۵۰ خبریالان زنداني دي، چې د تېر کال په پرتله اووه سلنه ډېر دي. د دغه راپور له مخې چین ۱۲۴ خبریالان نیولي، میانمار ۶۱ او اسرائیل ۴۱ قضیې لري.
د بې سرحده خبريالانو سازمان دا هم ویلي، چې په ټوله نړۍ کې ۵۵ خبریالان یرغمل شوي، چې ۷۰ سلنه یې په سوریه کې دي. په راپور کې دا هم راغلي، چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې ۹۵ خبریالان ورک شوي، چې څلور پیښې یې په ۲۰۲۴ کال کې ثبت شوي دي.
ددغه سازمان عمومي رئیس، تيبات بروتين د دغه سازمان د نوي راپور په اوړند ليکلي: "ژورناليستان نه مري، هغوی وژل کيږي؛ هغوی بنديان ندي، رژيمونه يې په بند کې ساتي؛ هغوی نه ورکيږي، یرغمل کیږي. دا جرمونه چې اکثرا د حکومتونو او وسله والو ډلو لخوا په بشپړ معافیت سره ترسره کیږي، نړیوال قانون څخه سرغړونه کوي او اکثر وختونه بې سزا پاته کیږي."
د بې سرحده خبریالانو سازمان مشر د خبریالانو په خوندیتوب او د اطلاعاتو د خپرولو پر اړتیا باندې په ټینګار سره وویل: "د هغو کسانو ساتنه چې موږ خبروي، د حقایقو ساتنه ده."
فورم \ دبحث خونه