د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ایران کې د یو شکنجه شوي افغان کډوال سره د نغدو پیسو مرسته کړې


دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې د افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه رپوټونه ورکول کیږي ددې دمخه هم دغسې رپوټوڼه ورکړل شوي وو، خو ایران تراوسه دغو رپوټونو ته په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی.
دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې د افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه رپوټونه ورکول کیږي ددې دمخه هم دغسې رپوټوڼه ورکړل شوي وو، خو ایران تراوسه دغو رپوټونو ته په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ایران کې میشت ددغې ډلې څو دپلوماتون د سید مهدي په نوم د هغه افغان ځوان کډوال کورته ورغلي او ورسره یې خواخوږي کړې چې د راپورونو له مخې د ایران د پولیسو د یو منصبدار له خوا شکنجه شوی وو.

دغه وزارت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د سید مهدي په کورکې د دوو طالب دپلوماتانو د حضور په اړه لیکلي چې ددغه ځوان کورنۍ سره نغدو پیسو مرسته هم شوې ده.

په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې د طالبانو دپلوماتان د سید مهدي کورنۍ غړو ته وايي چې ټولې ستونزې به هوارې شي او سید مهدي به بیرته صحتمند شي.

د طالبانو یو دپلومات دغې کورني ته وايي: "د سفیر له خوا مو یو څو پیسې راوړي، زر ډالره دي ستاسو د درملنې لپاره ستونزې چې لرئ مصرف یې کړئ".

په ټولنیزو رسنیو کې په یوې خپرې شوې ویدیو کې لیدل کېږي چې د ایران پولیسو یو منصبدار د یو افغان ځوان سید مهدي موسوي په اورمېږ باندې خپله پښه اېښې او هغه شکنجه کوي او تر څنګ یې ولاړې مېرمنې او خلک چېغې وهي چې هلک پرېږدي، خو پولیس د هغوی چیغې بابیزه ګڼي او د ځوان هلک شکنجې ته دوام ورکوي.

د سید مهدي کورنۍ وايي چې هغه کوڼ دی، ایراني پولیسو هغه نیولی و چې بېرته یې افغانستان ته ستون کړي خو د پولیسو له بد چلند، زور زیاتي او شکنجې سره مخامخ شوی دی. دا پېښه د ایران د دماوند د ابسرد په سیمه کې شوې ده

ډېرو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د ایراني پولیسو دا چلند غندلی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو د ناسم چلند په اړه خپرو شویو راپورونو ته غبرګون ښودلی او دا پیښه یې په "سختو ټکو غندلې" ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د شنبې په ورځ اګست لسم ( زمري ۲۰) رسنیو ته په یوه استول ویډیوي پیغام کې ویلي چې افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو دغه چلند د طالبانو د حکومت د ژورې اندیښنې سبب شوی دی. ضیا احمد تکل ویلي چې متعاصبي ډلې هڅه کوي ددغسې فرصتونو څخه په استفادې د کابل او تهران ترمنځ اړیکې خړې پړې کړي.

هغه په ټینګار ویلي: "د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت [طالبانو حکومت] ...د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو غواړي چې افغانانو سره دې د وروستي ناسم چلند عاملان تر تعقیب لاندې راولي او اجازه دې نه ورکوي چې د افغانانو د حقونو څخه سرغړونه د افغانستان د خلکو د عواطفو د خفګان سبب شي".

ددې دمخه د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې دا پیښه غندلې وه له ایران څخه په جبري ډول د کډوالو ایستل د اسلامي، نړیوالو او ګاونډیتوب د اصولو پرخلاف ګڼلي وو.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید رسول موسوي په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند په اړه د خبرو شویو راپورونو سره هممهاله ویلي چې ددغه هیواد هیڅ کوم مقام او یا کومه ادارې ته د کډوالو سره خصومت او ځپل د منلو نه دي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړپوړي چارواکي د جمعې په ورځ اګست نهم (زمري ۱۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه پرته له دې چې د افغان کډوالو نوم واخلي په ایران کې د ګډوالو سره د ناسم چلند په اړه خپاره شوي راپورونه د پردیو د تبلیغاتو یوه برخه ګڼلې او ویلي دي چې ایراني چارواکي او ادارې د کډوالو سره د دښمنۍ او د هغوی ځپل د اسلامي ورورولۍ د سنت او د میلمه پالنې د فرهنګ په خلاف ګڼي.

خو سید رسول موسوي ټینګار کړی چې د ایران د قوانینو رعایت کول همداسې چې د ټولو ایران ملت لپاره لازمي دي بهرني وګړي هم باید چې د ایران قوانین رعایت کړي

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي‌ کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس،‌ دا مهال په ایران کې ۴.۵ میلیون افغان کډوال ژوند کوي، په دوی کې ټول هغه کډوال شامل دي چې په ایران کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد او ویزې لري او یا هېڅ اسناد نه لري.

د کډوالو نړیواله اداره وايي چې له ۲۰۲۲ کال راهېسې تقریبآ اته میلیون افغانان له افغانستان څخه وتلي دي چې اکثریت یې ګاونډیو هېوادونو او نژدې یو میلیون نور یې اروپايي‌ هېوادونو ته تللي دي.

په همدې حال کې دغې ادارې ویلي دي چې تېرکال له ایران څخه افغانستان ته نژدې یو میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي، په دوی کې یې ۷۰ سلنه یې ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل او ۶۰ سلنه یې له ایران څخه اېستل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG