د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حکومت: ایران دې د کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی پاې ته ورسوي


دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې د افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه رپوټونه ورکول کیږي ددې دمخه هم دغسې رپوټوڼه ورکړل شوي وو.
دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې د افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه رپوټونه ورکول کیږي ددې دمخه هم دغسې رپوټوڼه ورکړل شوي وو.

په ایران کې د افغان کډوالو سره د پولیسو د ناسم چلند په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د یوې ویډیو د خپریدو وروسته د غبرګونونو په لړ کې د طالبانو حکومت هم دغې ویډیو ته غبرګون ښودلی او دغه انځورونه یې بوږنونکي بللي او پرې اندیښنه یې ښودلې ده.

د طالبانو د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د جمعې په ورځ اګست نهم (زمري ۱۹) په یوه اعلامیه کې په تیرو ۴۰ کلنو کې د افغان کډوالو د کوربتوب له امله ایران څخه د مننې ترڅنګ له دغه هیواد غوښتي چې د کډوالو په هکله د تیر په څیر له صبر او زغم څخه کار واخلي، د هغوی ستونزې هوارې کړي او ور سره زور زیاتی پای ته ورسوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "په دې وروستیو کې په ایران هېواد کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه ترلاسه کېږي، او ډېر بوږنونکي انځورونه هم په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې مونږ یې ډیر اندیښمن کړي یو".

د طالبانو د حکومت په دغه اعلامیه کې له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل هم د ټولو اسلامي، نړیوالو او د ګاونډيتوب له اصولو خلاف کړنه یاده کړې ده. په دې اعلامیه له افغان کډوالو هم غوښتل شوي چې له ګاونډیو هیوادونو دې خپل وطن ته په خپله خوښه راستانه شي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت دا اعلامیه وروسته له هغې خپره کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې په یوې خپرې شوې ویدیو کې لیدل کېږي چې د ایران یو پولیس منصبدار د یو افغان ځوان سید مهدي موسوي په اورمېږ باندې خپله پښه اېښې او هغه شکنجه کوي، ډېرو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د ایراني پولیسو دا چلند غندلی دی.

د سید مهدي کورنۍ وايي چې د دغه ځوان رواني او ذهني حالت ښه نه دی او لا هم په ویرې کې دی. د سید مهدي کورنۍ دا هم ویلي چې هغه کوڼ دی، ایراني پولیسو هغه نیولی و چې بېرته یې افغانستان ته ستون کړي خو د پولیسو له بد چلند، زور زیاتي او شکنجې سره مخامخ شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې له څو ورځو راهېسې یوه ویدیو خپرېږي چې په کې د ایران پولیس ښودل کېږي چې د یو افغان ځوان په اورمېږ او ټټر باندې خپل زنګونونه اېښي او تر څنګ یې ولاړې مېرمنې او خلک چېغې وهي چې هلک پرېږدي، خو پولیس د هغوی چیغې بابیزه ګڼي. دا پېښه د ایران د دماوند د ابسرد په سیمه کې شوې ده.

دې ویډیو ته په ټولنیزو رسنیو کې پراخه غبرګوونه ښودل شوي دي.

ددغو غبرګونو په لړ کې د افغانستان د ښځو د خپلواکو اعتراضي غورځنګونو ائتلاف د جمعې په ورځ اګست نهم ( زمري ۱۹) په یوه اعلامیه د یو ایراني پولیسو د منصبدار له خوا ددغه افغان ماشوم کډوال شکنجه کول په سختو ټکو باندې غندلي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې وروسته چې د اعلامیې له مخې په پایله کې یې افغانستان د طالبانو لاس ته ورغی په زیات شمیر افغانان د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره له خپل هیواد څخه ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته کډه کولو ته اړ شو.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د کډوالۍ دغه ژوند هغه مهال په یوې تراژیدي باندې بدلیږي چې کله په ګاونډیو هیوادونو کې د بشري ضد پالیسو له لارې کډوال د فشار او شکنجې لاندې نیول کیږي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د ایراني پولیسو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې د یو پنځلس کلن افغان کډوال د شکنجې او زورونې د ویډیو خپریدل دا ښيي چې د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران د دولت پالیسي څومره وحشتناکه او ځورونکې ده. دغه شنیع عمل د بشري حقونو د قوانینو د اصولو پر خلاف دی او ظلم او نژادي توپیري چلند ښيي".

د افغانستان د ښځو د خپلواکو اعتراضي غورځنګونو ائتلاف د کډوالۍ پدیدې یادونه کړې او ویلي دي چې دا پدیده یوازې د افغانانو پورې مربوط نه ده او په نړۍ کې نورو هیوادونو اوسیدونکي هم د کډوالۍ د ناخوالو سره مخ دي. په دې اعلامیه کې د کډوالو سره د نړیوالو معیارونو پراساس د انساني چلند غوښتنه شوې او ویل شوي چې په افغانستان کې چې د جګړې کوم اوربل دی دا کیدای شي تر ګاونډیو هم ورسیږي.

ددې دمخه په ملګروملتونو کې د افغانستان دایمي ماموریت سرپرست نصیر احمد فایق هم د افغانانو سره د ایراني پولیسو چلند غندلی وو.

فایق دغې خپرې شوې ویدیو ته په شارې ویلي دي: "د ایران د پولیسو دا کار غیر انساني او غیر اسلامي دی او باید جدي وغندل شي او تعقیب کړل شي. د ایران د اسلامي ‌جمهوریت د دوست ملت او دولت څخه مننه کوو چې میلیونونه افغان کډوالو ته یې پناه ورکړې او ترې غواړو چې د داسې پېښو د څېړنې او مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي." یو شمیر نورو افغان سیاسي شخصیتونو او د ټولنیزو رسنیو په سلګونو کارونکو هم دغې ویډیو ته غبرګونونه ښودلې او د افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو چلند یې غندلی دی.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید رسول موسوي په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند په اړه د خبرو شویو راپورونو سره هممهاله ویلي چې ددغه هیواد هیڅ کوم مقام او یا کومه ادارې ته د کډوالو سره خصومت او ځپل د منلو نه دي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړپوړي چارواکي د جمعې په ورځ اګست نهم (زمري ۱۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه پرته له دې چې د افغان کډوالو نوم واخلي په ایران کې د ګډوالو سره د ناسم چلند په اړه خپاره شوي راپورونه د پردیو د تبلیغاتو یوه برخه ګڼلې او ویلي دي چې ایراني چارواکي او ادارې د کډوالو سره د دښمنۍ او د هغوی ځپل د اسلامي ورورولۍ د سنت او د میلمه پالنې د فرهنګ په خلاف ګڼي.

هغه لیکلي: "د اطلاع په لرلو سره وایم چې په ایران کې هیڅ کوم مقام او یا اداره د کډوالو سره دښمني او ځپل ورته د منلو نه دي او هغه د اسلامي ورورولۍ او د میلمه پالنې د فرهنګ د سنت پر خلاف ګڼي او د کډوالو سره د دښمنۍ او ځپلو تبلیغات د پردیو پروژه ګڼي، د هیواد [ایران] د قوانینو رعایت کول همداسې چې د ټولو ایران ملت لپاره لازمي دي بهرني وګړي هم باید چې د ایران قوانین رعایت کړي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي‌ کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس،‌ دا مهال په ایران کې ۴.۵ میلیون افغان کډوال ژوند کوي، په دوی کې ټول هغه کډوال شامل دي چې په ایران کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد او ویزې لري او یا هېڅ اسناد نه لري.

د کډوالو نړیواله اداره وايي چې له ۲۰۲۲ کال راهېسې تقریبآ اته میلیون افغانان له افغانستان څخه وتلي دي چې اکثریت یې ګاونډیو هېوادونو او نژدې یو میلیون نور یې اروپايي‌ هېوادونو ته تللي دي.

په همدې حال کې دغې ادارې ویلي دي چې تېرکال له ایران څخه افغانستان ته نژدې یو میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي، په دوی کې یې ۷۰ سلنه یې ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل او ۶۰ سلنه یې له ایران څخه اېستل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG