د لاس رسي وړ اتصالات

د ایراني پولیسو په لاس د یو افغان ځوان د شکنجه کولو په اړه غبرګونونه


افغانانو د ایران له حکومت ځخه غوښتي چې دا پولیس پیدا او قانوني چلند دې ورسره وکړي
افغانانو د ایران له حکومت ځخه غوښتي چې دا پولیس پیدا او قانوني چلند دې ورسره وکړي

په ټولنیزو رسنیو کې په یوې خپرې شوې ویدیو کې ښودل کېږي چې د ایران یو پولیس منصبدار د یو افغان ځوان سید مهدي موسوي په اورمېږ باندې خپله پښه اېښې او هغه شکنجه کوي، ډېرو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د ایراني پولیسو دا چلند غندلی دی.

د موسوي کورنۍ وايي چې د دغه ځوان رواني او ذهني حالت ښه نه دی او لا هم په ویرې کې دی.

په ټولنیزو رسنیو کې له څو ورځوراهېسې یوه ویدیو خپرېږي چې په کې د ایران پولیس ښودل کېږي چې د یو افغان ځوان په اورمېږ او ټټر باندې خپل زنګونونه اېښي او تر څنګ یې ولاړې مېرمنې او خلک چېغې وهي چې هلک پرېږدي، خو پولیس د هغوی چیغې بابیره ګڼي.

دا پېښه د ایران د دماوند د ابسرد په سیمه کې شوې ده.

یو شمېر افغانانو د دغې ویدیو په خپرولو سره له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو چلند غندلی او «پښه دې زما له ستوني لېرې کړه» هشټګ یې جوړ کړی او خپروي يي.

د سید مهدي کورنۍ وايي چې هغه کوڼ دی، ایراني پولیسو هغه نیولی و چې بېرته یې افغانستان ته ستون کړي خو د پولیسو له بد چلند، زور زیاتي او شکنجې سره مخامخ شوی دی.

د حقوقي مشاورانو په نوم یوې ډلې د پنجشنبې په ورځ اګست اتمه (زمری۱۸) په خپل ایکس کې یوه ویدیو خپره کړې چې د مهدي ورور په کې وایي هغه لا هم «ترهېدلی» او په خپل حال نه دی.

د مهدي مور هم ویلي چې د ایران پولیسو د هغه زوی، چې کوڼ دی، وهلی او ډبولی دی.

د بشري حقونو سازمان «هنګاو» تېره ورځ د پولیسو په لاس د مهدي د شکنجې ویدیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي دي چې د ایران د پولیسو او له خشونت څخه ډک چلند او «وهلو ډبولو له کبله» د مهدي اورمېږ مات شوی دی.

د «هنګاو» په راپور کې ویل شوي دي‌ چې مهدي ماشوم کارګر و او له یو شمېر ښځو سره یو ځای کروندو ته د کر کېلي لپاره روان و.

دا ډله وایي چې د ایران پولیسو دا ماشوم افغانستان ته د «انتقال مرکز ته بیولی و، خو چې لیدلي یې دي اورمېږ یې مات شوی دی، بېرته پرېښی» دی.

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د دغه ۱۵ کلن افغان ماشوم سره د ایران د پولیسو بد چلند د ماشومانو د حقونو د قانون او نړیوالو قوانینو خلاف بللی دی.

د افغانستان ځینو سیاستوالو هم په دې اړه غبرګون ښودلی دی او د دغې پېښې عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د مخکني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «تمه لرو چې د ایران د اسلامي ‌جمهوریت نوی محترم دولت دې دا وضعیت وڅېړي، د افغان کډوالو د ساتنې لپاره دې مناسب اقدامات وکړي او هغه خلک چې دا کار یې کړی، تر عدلي‌ تعقیب لاندې ونیسي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په ایران کې له افغان کډوالو سره او په خاص ډول له هغو کډوالو سره چې قانوني‌اسناد لري، بد چلند د ټولو نړیوالو او کډوالو د قوانینو او اصولو خلاف عمل بولي.

فایق دغې خپرې شوې ویدیو ته په شارې ویلي دي: «د ایران د پولیسو دا کار غیر انساني او غیر اسلامي دی او باید جدي وغندل شي او تعقیب کړل شي. د ایران د اسلامي ‌جمهوریت د دوست ملت او دولت څخه مننه کوو چې میلیونونه افغان کډوالو ته یې پناه ورکړې او ترې غواړو چې د داسې پېښو د څېړنې او مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي‌ کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس،‌ دا مهال په ایران کې ۴.۵ میلیون افغان کډوال ژوند کوي، په دوی کې ټول هغه کډوال شامل دي چې په ایران کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد او ویزې لري او یا هېڅ اسناد نه لري.

د کډوالو نړیواله اداره وايي چې له ۲۰۲۲ کال راهېسې تقریبآ اته میلیون افغانان له افغانستان څخه وتلي دي چې اکثریت یې ګاونډیو هېوادونو او نژدې یو میلیون نور یې اروپايي‌ هېوادونو ته تللي دي.

په همدې حال کې دغې ادارې ویلي دي چې تېرکال له ایران څخه افغانستان ته نژدې یو میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي، په دوی کې یې ۷۰ سلنه یې ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل او ۶۰ سلنه یې له ایران څخه اېستل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG