د لاس رسي وړ اتصالات

ایران هره ورځ پاکستان ته '۵ تر ۶ میلیون لیتر' تېل قاچاق کوي- چارواکي


شاوخوا ۲۰۰۰ موټر چې په هر یو کې له ۳۲۰۰ تر ۳۴۰۰ لیتر تیل بار وي، هره ورځ له ایران څخه پاکستان ته اوړي.
شاوخوا ۲۰۰۰ موټر چې په هر یو کې له ۳۲۰۰ تر ۳۴۰۰ لیتر تیل بار وي، هره ورځ له ایران څخه پاکستان ته اوړي.

د پاکستان پوځ ویلي په میلیونونو لیتر تېل هره ورځ دغه هېواد ته قاچاق کیږي، خو دا یې نه ده منلې چې په دغه غیر قانوني کاروبار کې لاس لري.

د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چوهدري د دوشنبې په ورځ اګست پنځمه (زمري ۱۵) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې پاکستان "دوامدارې هلې ځلې" کوي چې له ایران سره په خپل ۹۰۰ کیلومتره اوږد سرحد کې امنیت ټینګ کړي او د تیلو د قاچاقو مخه ونیسي.

هغه وویل: "که شمېر ته پام وشي، [د تیلو قاچاق] په ورځ کې له ۱۵-۱۶ میلیون لیترو څخه ۵-۶ میلیون لیترو ته راټیټ شوی چې دا د پوځ، سرحد ساتونکو ملېشو، پولیسو او استخباراتي ادارو د کار نتیجه ده."

چوهدري په دې اړه نور جزئیات ورنکړل خو نوموړی لومړنی پاکستاني چارواکی دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تیلو د پراخ غیرقانوني تجارت په اړه په ښکاره خبرې کوي.

د ایران او پاکستان ترمنځ د تیلو د قاچاق په اړه د پاکستان دوو استخباراتي ادارو پلټنې کړې وې او ددې پلټنو پایلې د مۍ په میاشت کې محلي رسنیو ته راووتلې. ددې پلټنو له مخې ایراني سوداګر هر کال د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت پټرول او ډیزل پاکستان ته قاچاق کوي.

په پلټنه کې موندل شوې چې پاکستان ددغه قاچاقي لارې خپله د تیلو ۱۴ سلنه اړتیا پوره کوي چې سلګونه میلیون ډالر ګټه یې د پاکستان د ملي خزانې پر ځای قاچاقبرانو ته رسیږي.

د پلټنو د راپور له مخې، شاوخوا ۲۰۰۰ موټر چې په هر یو کې له ۳۲۰۰ تر ۳۴۰۰ لیتر تیل بار وي، هره ورځ له ایران څخه پاکستان ته اوړي. همدارنګه شاوخوا ۱۶۰۰ بیړۍ چې هره یوه له ۱۶۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ لیتر تیل لیږدولی شي، په دغه چاقاق کې دخیلې دي.

د تیلو سوداګر په سرحد کې د تیلو د قاچاق د زیاتوالي لامل د ایران د تیلو په سکتور باندې د متحده ایالاتو په مشرۍ د لویدیځ بندیزونه بولي چې تهران یې اړ کړی خپلو صادراتو ته متبادلې لارې ولټوي.

ایراني سوداګر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دغه تیل په ډالرو پلوري او له هغه ځای څخه د پاکستان نورو سیمو ته لیږدول کیږي.

اسلام اباد خپل زیاتره تیل له منځني ختیځ څخه واردوي. په پاکستان کې په وروستیو میاشتو کې د تیلو په قیمت کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. د تیلو د قیمت لوړول د اسلام اباد د هغو هڅو برخه ده چې غواړي د پیسو له نړیوال صندوق څخه د اوو میلیارد ډالرو پور ترلاسه کړي.

څېړونکي په دې باور دي چې د پیسو له سخت کمښت سره مخامخ پاکستان کیدای شي د خپلو داخلي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ایراني سوداګرو ته په لوی لاس اجازه ورکوي چې دغه هېواد ته تېل قاچاق کړي.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې د متبادل کاروبار د فرصتونو برابرولو پرته د تیلو د قاچاق پر وړاندې د سرحد تړل به د پاکستان بې وزلې سرحدي سیمې زیانمنې کړي.

د مۍ په میاشت کې په خپاره شوي استخباراتي راپور کې ویل شوي چې د تیلو په دغه قاچاق کې د بلوچستان په ناامنۍ ځپلو سیمو کې شاوخوا ۲.۴ میلیون کسان لاس لري او که د قاچاق مخه ونیول شي نو دغه کسان به د روزۍ ګټلو منبع له لاسه ورکړي.

د پاکستان حکومت ددغه راپور په اړه د نور وضاحت لپاره د امریکا غږ پوښتنو ته ځواب ندی ویلی.

له افغانستان سره پوله

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري نیوکه کړې چې په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان سره د ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې ګډې پولې د خپلې غاړې په سمه توګه ساتنه نه کوي.

چوهدري وویل، پاکستان د ډیورنډ پر کرښه ۱۴۵۰ امنیتي پوستې جوړې کړي په داسې حال کې چې طالبان پر دغې کرښې یوازې ۲۰۰ پوستې لري. هغه وویل چې د افغانستان کې خوا کې د سرحدي امنیتي پوستو د کموالي لامل ښايي د طالبانو بې تفاوتي وي او یا هم ددې لپاره امکانات نلري.

د پوځ ویاند وویل: "په زړه پورې خبره دا ده چې دا یوازې د پوستو یا پوله ساتونکو کم شمیر نه دی. موږ دا هم لیدلي چې هرکله چې غیرقانوني حرکت یا د قاچاق هڅه کیږي، یا له پولې سره په اوښتلو کې له خلکو سره مرسته کیږي، معمولا د افغانستان له خوا ډزې پیل کیږي، او یا دې ته ورته نور تاکتیکونه کارول کیږي."

پاکستان ادعا کوي چې نږدې درې کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې ورانکارو په هغه هېواد کې پناه ځایونه موندلي او له هغه ځای څخه په پاکستان په بریدونو کې لاس لري چې سلګونه پاکستاني امنیتي ځواکونه او ملکي خلک پکې مړه شوي دي.

د طالبانو حکومت د پاکستان دغه تازه ادعاوو ته غبرګون ندی ښودلی خو له دې وړاندې یې د اسلام اباد ورته تورونه بې اساسه ګڼلي او ټینګار یې کړی چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په خلاف وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG