د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته د روسیې څخه د ارزانه خامو تیلو لومړنی بار ورسید


تر اوس نده معلومه چې اسلام آباد به مسکو ته د خامو تیلو په بدل کې پیسې څه ډول ورکوي ځکه چې په د روسیې په بانکي سیستم د متحده ایالاتو په ګډون د غربي هیوادونو لخوا بندیزونه لګیدلي.
تر اوس نده معلومه چې اسلام آباد به مسکو ته د خامو تیلو په بدل کې پیسې څه ډول ورکوي ځکه چې په د روسیې په بانکي سیستم د متحده ایالاتو په ګډون د غربي هیوادونو لخوا بندیزونه لګیدلي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف یکشنبه جون ۱۱ (غبرګولي۲۱) وویل چې د روسیې څخه په ارزانه تیلو بار لومړنۍ بېړۍ د کراچۍ بندر ته ورسیده.

دا تیل د اسلام آباد او مسکو تر منځ د نوي تړون له مخې پاکستان ته صادریږي چې تر اوسه یې ډیر جزیات د مطبوعاتو سره ندي شریک شوي او دا هم نده معلومه چې پاکستان به روسیې ته د دې تیلو په بدل کې پیسې څنګه ورکوي ځکه چې د غربي هیوادونو لخوا د مسکو په بانکي سیستم بندیزونه لګول شوي.

ښاغلي شریف د دې تیلو په رسیدو خوښي څرګنده کړې او په ټویټر کې یې لیکلي چې د دوشنبې په ورځ به د خامو تیلو څخه د خالصو تیلو ایستل پیل شي. هغه لیکلي، " دا پاکستان ته د روسیې څخه د تیلو لومړنی بار دی چې رسیږي او د پاکستان او روسیې تر منځ د نویو اړیکو پیل دی".

د کراچۍ په بندر کې هم چارواکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې تیل د کښتۍ څخه د ښکته کیدو په حالت کې دي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

د پاکستان او روسیې تر منځ د خامو تیلو معامله د لومړي ځل لپاره د روان ۲۰۲۳ کال د اپریل په میاشت کې په مطبوعاتو کې خپره شوه او د پاکستان ته د آرام سا بلل کیږي ځکه چې له یوې خوا دا هیواد د بهرنیو شتمنیو د کموالي سره مخ دی او له بلې خوا د دې خطر سره مخ دی چې ښایي د پورونو په ادا کولو کې پاتې راشي.

لا معلومه نده چې پاکستان به روسیې ته د دې تیلو پیسې څنګه ورکوي خو اسلام آباد تیره میاشت د افغانستان او ایران په ګډون د روسیې سره جنس په جنس سوداګرۍ ته اجازه ورکړه.

پاکستان ویلي وو چې د یو میکانیزم له مخې ۲۶ بیلا بیل مواد لیست شوي چې په پاکستان کې شخصي او دولتي شرکتونه کولی شي افغانستان، ایران او روسیې ته یې صادر کړي او په بدل کې به یې پاکستان د دغو دریو واړو هیوادونو څخه خام تیل، طبیعي مایع ګاز، میوه، غنم، صنعتي ماشین آلات او سبزیجات وارد کړي.

تر دې وړاندې په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان سفیر مسعود خان د اپریل د میاشتې په ۲۷ مې په یوې غونډې کې ویلي و چې د امریکا په "ضمني خوښې" د روسیې څخه په ارزانه بیه خام تیل اخلي او ټاکل شوې چې لومړی بار به یې ډیر ژر پاکستان ته ورسیږي.

ښاغلي خان ویلي و چې چې د روسیې څخه د پاکستان لخوا د تیلو د واردولو په هکله کوم سو تفاهم نشته.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند د روسیې څخه د پاکستان لخوا د تیلو پیرودلو په هکله امریکا غږ ته وویل چې "واشنګټن خبر دی چې ځیني حکومتونه د ارزانه تیلو تر لاسه کولو لپاره د فشار سره مخ دي او هر هیواد کولی شي د انرژۍ واردولو په هکله د خپلې خوښې پریکړې وکړي".


خو په عین حال کې ویاند وویل چې د خپلو شریکانو او متحدینو سره ګډ کار کوي چې د انرژۍ په نړیوال مارکیټ کې په ګاونډي هیواد اوکراین باندې د روسیې د یرغل اغیز کم کړي. ویاند د امریکا غږ دې پوښتنې ته په ځانګړې توګه ځواب ونه وایه چې آیا واشنګټن به راحت وي چې اسلام آباد د مسکو څخه په ارزانه بیه خام تیل واخلي که نه.

اسلام آباد تر اوسه د روسیې څخه د تیلو اخیستو د معاملې په هکله ډیر معلومات ندي ورکړي او دا یې هم ندي ویلي چې د دې تیلو په بدل کې به روسیې ته پیسې څه ډول ورکوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د پترولیم وزیر مصدق ملک ویلي و چې د دې معاملې له مخې هیواد یې د روسې څخه تفصیه شوي نه بلکې یوازې خام تیل اخلي او تر څنګ یې دا هم ویلي و که لومړنۍ راکړه ورکړه په سمه توګه وشي، د روسیې څخه به هره ورځ پاکستان ته تر سل زرو بیلرو تیلو راتګ شروع شي.

ښاغلي ملک په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل، "۱۰۰ زره ټنه روسي تیل به د جون میاشتۍ لومړۍ اوونۍ تر پایه او یا د دویمې اوونۍ په سر کې پاکستان ته ورسیږي".

پاکستان چې شاوخوا ۲۳۰ ملیونه وګړي لري، له یوې خوا د توکو د لوړې بیعې سره مخ دی او له بلې خوا نشي کولی چې خپله د بهرنیو اسعارو اندازه هغومره وساتي چې پرې وکړی شي د بهرنیو هیوادونو سره ډیره سوداګري وکړي.

د دې هیواد مرکزي بانک په همدې روانې اوونۍ کې وول چې د بهرنیو اسعارو اندزاه یې څلور ملیارد ډالرو ته ښکته شوې. په دومره پیسو پاکستان کولی شي یوازې د یوې میاشتې لپاره واردات وکړی شي.

په ګاونډي هیواد اوکراین د یرغل له کبله غربي هیوادونه د روسیې څخه تیل اخیستل بند یا کم کړي او له همدې کبله مسکو په ارازانه بیع تیل هند، چین او پاکستان ته ورکوي.

XS
SM
MD
LG