د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني چارواکي غیرقانوني کډوالو ته: د کال ترپایه له ایران څخه لاړ شئ


د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې اوس مهال په ایران کې تر ۴.۵ میلیونو پورې افغان کډوال د کډوالۍ په قانوني اسنادو او د اوسیدانې د اوږدې مودې ویزو او د قانوني اسنادو پرته اوسیږي.
د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې اوس مهال په ایران کې تر ۴.۵ میلیونو پورې افغان کډوال د کډوالۍ په قانوني اسنادو او د اوسیدانې د اوږدې مودې ویزو او د قانوني اسنادو پرته اوسیږي.

د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې ددغه هیواد د پولیسو عمومي قوماندان احمد رضا رادان په ایران کې میشتو هغو کډوالو ته چې د اوسیدانې قانوني اسناد نلري د روان کال ترپایه مهلت ورکړی چې خپلو هیوادونو ته دې ستانه شي.

احمد رضا رادان د چهارشنبې په ورځ اګست اووم (زمري ۱۷) خبریالانو ته ویلي چې د ایران سیاست په دغه هیواد کې میشت د قانوني اسنادو نلرونکو ټولو کډوالو خپلو هیوادونو ته ستنول دي.

هغه ویلي: "غیر قانوني اوسیدونکي نشي کولای د اربعین سفر ته لاړ شي. د سرحدونو په لور د هغوی د حرکت په صورت کې به ونیول شي او کمپ [غیر قانوني کډوالو د ساتنې مرکز] ته به منتقل شي".

اربعین یا څلویښتمه د عاشورا د مراسمو ۴۰ ورځې وروسته د عراق د کربلا په زیات کې د شیعه مسلمانانو له خوا ترسره کیږي او د کربلا زیارت کوونکي پر پښو په مزل دغه زیارت ته ورځي.

د ایران د پولیسو عمومي قوماندان ددې خبرداري دمخه د روان لمریز کال د حمل په میاشت کې هم د ایران د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو غوښتي وو چې خپل هیواد ته دې ستانه شي او د افغانستان په ابادۍ کې دې ونډه واخلي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي وو: "په هیواد کې [ایران] د افغانستان د وګړو د منلو امکان نشته دی او د هغو افغانانو د چارو تنظیم چې په قانوني او موقتي توګه په هیواد کې حضور لري اړین دی".

د ایران د پولیسو د عمومي قوماندان دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی، چې ایران کې په وروستیو اونیو کې یو ځل بیا د افغان کډوالو سره ددغه هیواد په ځینو برخو کې د ناسم چلند په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

په دې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې ویډیو کې چې د ثبت دقيقه نېټه یې نه ده معلومه د ایران د پولیسو یو صاحب منصب لیدل کیږي چې د یو ځوان په زنګون او اورمیږ یې خپله پښه ایښي او ورته شکنجه ورکوي.

په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه دغه خپره شوې ویډیو کې د پولیسو د صاحب منصب تر شکنجې لاندې دغه ۱۵ کلن افغان ځوان سید مهدي پیژندل شوی او ویل شوي چې هغه اوس مهال د ایران د دماوند په ابسرد سیمه کې اوسېږي. د رپوټونو له مخې دا ځوان د پولیسو له خوا د شکنجې وروسته روغتون کې د درملنې لپاره بستر شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې ددغې ویډیو د خپریدو وروسته له دغه افغان ځوان سره د ایراني پولیسو دا ډول چلند ته خلکو پراخ غبرګونونه ښودلي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په ایران کې د افغانانو سره د ناسم چلند په اړه په غبرګون کې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو سره د ایران د پولیسو چلند په عمومي ډول د هغو افغانانو سره د اوسیدلو قانوني اسناد لري د نړیوالو منل شویو اصولو او معیارونو پر خلاف بللی دی.

هغه ویلي: "د ایران پولیسو ددغه مامور دغه غیر انساني او غیر اسلامي عمل په جدي ډول د غندنې او د تعقیب وړ دی. د ایران د اسلامي جمهوریت د دوست او ورور ملت او دولت څخه میلیونو افغانانو ته د پناه ورکولو له امله مننه کوو او ددغسې پیښو د مخنیوي او ورباندې د غور تقاضا لرو".

د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې اوس مهال په ایران کې تر ۴.۵ میلیونو پورې افغان کډوال د کډوالۍ په قانوني اسنادو او د اوسیدانې د اوږدې مودې ویزو او د قانوني اسنادو پرته اوسیږي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۲ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان له افغانستان وتلي، چې ۸۵ فیصده یې ګاونډیو هیوادونو عمدتا ایران او نږدې یو میلیون نور اروپايي هیواد ته تللي دي.

په عین وخت کې د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیرهم ډیر لوړ دی او په تیر ۲۰۲۳ کال کې دغه سازمان له ایران څخه خپل هیواد ته د نږدې یو میلیون افغان کډوالو ستنیدل ثبت کړي چې ددغه شمیر ۷۰ فیصدو یې د اوسیدانې قانوني اسناد نلرل او ۶۰ فیصده یې له دغه هیواد څخه افغانستان ته شړل شوي وو

ددې دمخه د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان (IOM) ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د اپریل د لومړۍ ورځې څخه د جون د میاشتې تر پایه ۵۳۲ زره او ۸۵۴ افغانانو له خپل هیواد څخه کډه کړې او په دې موده کې ۸۵۸ زره او ۱۷۰ تنه له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې له افغانستان څخه اکثره افغانان د اقتصادي، خپلو خپلوانو سره د لیدلو، طبیعي پیښو، افغانستان کې د ناامنۍ او روغتیايي مسایلو له امله دغو دوو هیوادونو ته سفر کوي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د مهاجرت نړیوال سازمان د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه د افغانستان د سرحدونو په اوږدو کې د څارنې بهیر بیرته پیل کړی دی چې ددغه سازمان د موندنو له مخې هره ورځ په زرګونو افغانان د ایران او پاکستان ترمنځ تګ راتګ کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې اوس مهال ۹.۲ میلیونه افغانان د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د کډوالۍ ژوند تیرولو ته اړ شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې په دغه شمیر کې ۵.۶ میلیونه یې کډوال دي او پاتې نور یې د کډوالۍ ورته حالت کې ژوند کوي او هم ۲۹۵ زره نورو په یو شمیر هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG