د لاس رسي وړ اتصالات

سري‌لانکا له افغانستان څخه د کرکټ ټیسټ لوبه وګټله


د سري لانکا کرکټ ټیم له افغانستان څخه د ټیسټ لوبې ګټلو وروسته.
د سري لانکا کرکټ ټیم له افغانستان څخه د ټیسټ لوبې ګټلو وروسته.

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د کرکټ یوازنۍ ټیسټ لوبه د ۱۰ ویکټو په توپیر سري لانکا وګټله.

د سري لانکا په پایتخت کولمبو کې د دوشنبې په ورځ فبروري پنځمه (سلواغې ۱۶) د سري لانکا پرانیستونکو توپ وهونکو د افغانستان له خوا ټاکل شوی د ۵۶ منډو هدف پوره کړ او لوبه یې په داسې حال په خپله ګټه پای ته ورسوله چې لا یوه ورځ ورته پاتې وه.

افغانستان په خپله دوهمه پاڼۍ کې ۲۹۶ منډې وکړې او مقابل لوري ته یې د ۵۶ منډو اسان هدف کیښود. د سري لانکا پرانیستونکو توپ وهونکو، دیموت کاروناراتنې ۳۲ منډې او نیشان مادوشکا ۲۲ منډې وکړې او دواړه تر پایه و نه سوځېدل.

ددغې لوبې په لومړۍ پاڼې کې افغانستان ۱۹۸ منډې او سري لانکا یې په ځواب کې ۴۳۹ منډې کړې وې او کوربه لوبډله ۲۴۱ منډې وړاندې وه.

خو په دوهمه پاڼۍ کې افغانستان تر لومړۍ هغې ښه لوبه وکړه. ابراهیم ځدران سلیزه ووهله، راحمت شاه ۵۴ او نور علي ۴۷ منډې وکړې.

د سري لانکا توپ اچوونکي پرابت جایسوریا د افغانستان پنځه لوبغاړي وسوځول او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو. دا اووم ځل دی چې د سري لانکا دا توپ اچوونکی په یوه ټیسټ لوبه کې پنځه ویکټې اخلي.

د افغانستان له ماتې سره سره، افغان تیزو توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه. په لومړۍ پاڼۍ کې نوید ځدراڼ د سري لانکا څلور لوبغاړي وسوځول. دا د ځدران لومړنۍ ټیسټ لوبه وه.

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ دا لوبه د نړیوالو ټیسټ اتلولیو برخه نه وه. ټاکل شوې چې دواړه خواوې له دې وروسته درې یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزې لوبې هم وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG