د لاس رسي وړ اتصالات

له سري لانکا سره د کرکټ ټیسټ لوبه کې افغانستان ۱۹۸ منډې وکړې


د سري لانکا سره د ټیسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان دپاره رحمت شاه تر ټولو زیاتې ۹۱ مندې وکړې.
د سري لانکا سره د ټیسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان دپاره رحمت شاه تر ټولو زیاتې ۹۱ مندې وکړې.

سري لانکا وکولای شول چې له افغانستان سره د کرکټ ټیسټ لوبې په لومړنۍ پاڼۍ کې ټول افغان لوبغاړي په ۱۹۸ منډو وسوځوي.

د سري لانکا په پایتخت کولمبو کې د جمعې په ورځ فبروري دوهمه (سلواغې ۱۳) د دې لوبې پچه کوربه ټیم وګټله او افغانستان ته یې موقع ورکړه چې لومړی توپ وهنه وکړي.

د افغانستان دپاره تر ټولو زیاتې مندې رحمت شاه وکړې. هغه د ۹۱ منډو کولو وروسته د پرابت جایسوریا په توپ کېچ شو.

نور علي ځدراڼ ۳۱ منډې، قیس احمد او اکرام علیخیل ۲۱-۲۱ او کپتان حشمت الله شهیدي له ۱۷ منډو کولو وروسته وسوځېد.

د افغانستان پرانیستونکي توپ وهونکي ابراهیم ځدران برسېره ناصر جمال، نوید ځدران او محمد سلیم په صفر وسوځېدل.

د سري لانکا دپاره چپ لاسي تیز توپ اچوونکي ویشوا فرنانډو د افغانستان څلور لوبغاړي وسوځول. پرابت جایسوریا او اسیتا فرنانډو درې-درې ویکټې واخیستې.

ټاکل شوې ده چې ددې ټیسټ لوبې وروسته افغانستان له سري لانکا سره درې یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزې لوبې هم وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG