د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان سريلانکا سره د افغانستان د کرکټ لومړنۍ ټیسټ لوبه کې برخه نلري


د افغانستان نامتو توپ اچوونکی راشد خان
د افغانستان نامتو توپ اچوونکی راشد خان

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د غوراوي کمیټې د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغې ۹) وویل چې د افغانستان نامتو توپ اچوونکی راشد خان به دا اونۍ د سريلانکا سره په لومړنۍ ټیسټ لوبه کې ګډون ونلري.

راشد خان چې په ټیسټ لوبو کې یې په ملي ټیم کې تر نورو لوبغاړو ډیرې ویکټي اخیستي، دا وخت د ملا د عملیاتو وروسته د ښه کېدو په حال کې دی.

هغه په پنځو ټیسټ لوبو کې ۳۴ ویکټې اخیستي او د کرکټ په ټولو بڼو کې د ملي لوبډلې مهمه برخه ګڼل کیږي. د غوراوي کمیټې مسئولینو ویلي چې د راشد خان روغتیايي حالت په جدي توګه څارل کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "راشد خان د ملا د جراحۍ عملیاتو وروسته په ښه کېدو دی او ټاکل شوې چې د سریلانکا سره په یوازینۍ ټیسټ لوبه کې ګډون ونکړي."

دا لوبه به د فبرورۍ له دوهمې څخه تر شپږمې پورې د سريلانکا په پایتخت کولمبو کې ترسره شي.

د راشد خان پر ځای بل ورو توپ اچوونکی قیس احمد په لوبډله کې شامل شوی دی.

د افغانستان په لوبډله کې نور علي ځدراڼ او نوید ځدراڼ هم شامل شوي او مشري به یې حشمت الله شهیدي کوي.

افغانستان به په دې سفر کې له سريلانکا سره درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي. ددغو لوبو دپاره لوبډلې تر اوسه نه دي اعلان شوي.

افغانستان په ۲۰۱۸ کې د ټیسټ موقف ترلاسه کولو راهیسې، اوه ټیسټ لوبې کړي چې درې یې ګټلي او څلور یې بایللي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف وویل: "۲۰۲۴ کال زموږ لپاره له ټیسټ لوبو څخه ډک دی، چې د پرمختګ نښه ده."

له سريلانکا سره د ټیسټ لوبې دپاره د افغانستان لوبډله: حشمت الله شهیدي (کپتان)، رحمت شاه، اکرام علیخیل، محمد اسحاق، ابراهیم ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ، عبدالمالک، بهیر شاه، ناصر جمال، قیس احمد، ظاهر خان، ضیا الرحمن اکبر، یامین احمدزی، نجات مسعود، محمد سلیم صافی، نوید ځدراڼ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG