د لاس رسي وړ اتصالات

سري‌لانکا وايي له افغانستان سره لوبه به یې د ټیسټ کرکټ خراب وضعیت ښه کړي


سري لانکا د اکتوبر په میاشت کې په ټیسټ لوبه کې په کور دننه د پاکستان په وړاندې ماتې وخوړه.
سري لانکا د اکتوبر په میاشت کې په ټیسټ لوبه کې په کور دننه د پاکستان په وړاندې ماتې وخوړه.

له افغانستان سره د لوبې یوه ورځ وړاندې، سري لانکا د خپل ټیم دپاره داننجایا ډي سیلوا د کپتان په توګه نومولی او هیله یې ښودلې چې له دې سیالۍ سره به یې په ټیسټ کرکټ کې خراب وضعیت ښه شي.

د سري لانکا وروستۍ ټیسټ لوبه د اکتوبر په میاشت کې وه او په خپل میدان کې یې له پاکستان څخه د ۲۲۲ منډو په توپیر شرموونکې ماتې وخوړه.

ډي سلوا، د منځني ترتیب توپ وهونکی دی چې ورو یا سپین بالینګ هم کوي. د هغه په مشرۍ کې سري لانکا دا کال د انګلنډ سره هم د ټیسټ لوبو لړۍ لري.

ډي سلوا وویل: "په خپل مسلک کې دغه نوي پړاو ته سترګې په لار یم. د سري لانکا ټیسټ کرکټ نور هم مخ په وړاندې ځي."

د سري لانکا په ۱۶ کسیزه لوبډله کې درې نوي لوبغاړي هم شامل شوي دي. دا د سري لانکا د هغو هڅو برخه ده چې غواړي په ټیسټ، یو ورځنیو او ۲۰ اوریزو لوبو کې د نوي نسل لوبغاړو ونډه زیاته کړي.

د سري لانکا تېز توپ اچوونکی کسون راجیته هم بیرته په لوبډله کې شامل شوی دی. نوموړي د ټپي کېدو له امله د زیمبابوې پر وړاندې په کور دننه سیریز کې برخه نلرله.

افغانستان که څه هم په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې ښه نوم ګټلی، خو په ۲۰۱۷ کې د ټیسټ موقف د ترلاسه کولو راهیسې کافي فرصت نه دی موندلی چې په دې برخه کې خپله وړتیا ثابته کړي.

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ ټیسټ لوبه د جمعې په ورځ د سري لانکا په پایتخت کولمبو کې پیلیږي.

دا له سري لانکا سره د افغانستان لومړنۍ ټیسټ لوبه ده. افغانستان په مجموعي توګه تراوسه اوه ټیسټ لوبې کړي چې درې یې ګټلي او څلور یې بایللي دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف روانه اوونۍ په یو بیان کې وویل: "موږ د خپل سور بال کرکټ پیاوړي کولو او د خپل ټیسټ لوبډلې پیاوړتیا ته ژمن یو."

د افغانستان لوبډله د سه شنبې په ورځ کولمبو ته ورسیده.

د افغانستان مخکښ توپ اچوونکی راشد خان د ملا د جراحي عملیاتو د کولو په وجه په لوبډله کې نشته او پر ځای یې قیس احمد اخیستل شوی، چې تراوسه په یوه ټیسټ لوبه کې لوبېدلی دی.

د افغانستان په ټیم کې پرانیستونکي توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ ته ډېره تمه کیږي. نوموړی د سپین توپ په برخه کې په سري لانکا کې ښه ځلېدلی او د خپلو پنځو سلیزو څخه دوه یې په سري لانکا کې بشپړې کړي دي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان او سري لانکا د دې ټیسټ لوبې وروسته درې یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزې لوبې هم وکړي.

د افغانستان سره د ټیسټ لوبې دپاره د سري لانکا لوبډله: داننجایا ډي سلوا (کپتان)، کوسل مینډیس، دیموت کرونارتني، نیشان مدوشکا، انجیلو میتیوز، دنیش چندیمل، سدیرا سماراویکراما، رمیش مینډیس، اسیتا فرناندو، ویشوا فرناندو، کسون راجیتا، کمیندو مینډیس، پرابت جایسوریا، لاهیرو اودارا، چمیکا ګوناسیکارا، میلان رتنایکی.

د افغانستان لوبډله: حشمت الله شهیدي (کپتان)، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، رحمت شاه، بهیرشاه، ناصر جمال، اکرام علیخیل (ویکټ ساتونکی)،، محمد اسحاق (ویکټ ساتونکی)، قیس احمد، ضیا الرحمان، ظاهر خان. یامین احمدزی، نجات مسعود، محمد سلیم، نوید ځدراڼ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG