د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام کې درېیمه لوبه هم وبایلله


له نیپال وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې پاکستان او نیوزیلنډ ته لوبې بایللې وې.
له نیپال وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې پاکستان او نیوزیلنډ ته لوبې بایللې وې.

د ۱۹ کلنو د کرکټ په نړیوال جام کې افغانستان د جمعې په ورځ جنوري ۲۶ (سلواغې شپږمه) نیپال ته د یوې ویکټې په توپیر لوبه وبایلله او په جام کې له وړاندې تګ څخه پاتې شو.

د جنوبي افریقا په ایسټ لندن کې په دغه لوبه کې افغانستان د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه وکړه، په ۴۰ اورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او مقابل لوري ته یې د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه.

د نیپال ټیم وکړای شول چې دغه هدف د نهو ویکټو په سوځېدو سره، په ۴۵ اورونو کې پوره کړي او لوبه وګټي.

د افغانستان دپاره د توپ وهنې په برخه کې الله محمد غضنفر تر نورو ښه لوبه وکړه او په ۲۱ توپونو یې ۳۷ منډې وکړې.

د افغانستان د ۱۹ کلنو ټیم له دې وړاندې پاکستان او نیوزیلنډ ته لوبې بایللې وې. په دغه نړیوال جام کې ټول ۱۶ ټیمونه برخه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG