د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۹ کلنو نړیوال جام: افغانستان خپله دویمه لوبه هم وبایلله


دا په نړیوال جام کې د افغانستان دویمه ماتې وه
دا په نړیوال جام کې د افغانستان دویمه ماتې وه

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د نړیوال جام په سیالیو کې دسه شنبې په ورځ جنوري ۲۳ (سلواغه درېیمه) خپله دویمه لوبه په نیوزلنډ باندې وبایلله.

افغانستان لومړۍ لوبه په پاکستان باندې بایللې وه.

د نیوزلنډ او افغانستان ترمنځ لوبه د جنوبي افریقا د ایسټ لندن په ښار کې وشوه. افغانستان د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره نیوزلنډ ته د ۹۲ منډو هدف وټاکه.

که څه هم د ۵۰ اورونو په دغې لوبې کې دا منډې کمې ښکارېدې، خو افغان توپ اچوونکو د توپ اچوونې په پيل کې د نیوزلنډ لوبغاړي ژر ژر او یو په بل پسې اوټ کړل چې د افغانستان د بري هیله یې پیدا کړه.

لوبه هغه وخت کې نوره هم حساسه شوه چې د نیوزلنډ نهم لوبغاړی هم اوټ شو او نیوزلنډ د ګټې لپاره دوو منډو ته اړتیا لرله، چې پوره یې کړه.

په افغان توپ وهونکو کې جمشید ځدراڼ تر نورو ډېرې ۲۲ منډې وکړې او په توپ اچوونکو کې بیا الله محمد غضنفر د نیوزلنډ درې لوبغاړي وسوځول.

د دغې لوبې غوره لوبغاړی د نیوزلنډ مټ رو شو، ده پنځه افغان لوبغاړي اوټ کړي وو.

د ۱۹ کلنو د نړیوال جام سیالۍ څو ورځې مخکې په جنوبي افریقا کې پیل شوې.

د افغانستان درېیمه لوبه د جمعې په ورځ له نيپال سره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG