د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له سري لانکا سره د ټست لومړۍ لوبه کوي


حشمت الله شهیدي او د سري لانکا کپتان دننجایا دي سیلوا سره د لوبې له کپ سره
حشمت الله شهیدي او د سري لانکا کپتان دننجایا دي سیلوا سره د لوبې له کپ سره

افغانستان به د جمعې په ورځ فبرورۍ دویمه (سلواغه۱۳) په لومړي ځل له سري لانکا سره د ټست لوبه کوي.

دا د افغانستان اتمه ټست یا پنځه ورځنۍ لوبه ده، خو بر عکس د سري لانکا لوبډلې څه باندې ۱۱۰ ټست لوبې کړې دي.

افغان لوبغاړو د دغې لوبې لپاره په متحدو عربو اماراتو کې شاوخوا یوه اوونۍ تمرین وکړ او د سه شنبې په شپه سري لانکا ته ورسېدل.

د افغانستان د لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي خبریالانو ته ویلي دي چې دوی سري لانکا ته یوازې د لوبې لپاره تللي نه دي، بلکې د ګټې هڅه به هم کوي.

حشمت الله شهیدي د افغان لوبغاړو مورال عالي یاد کړی او ویې ویل چې افغان توپ اچوونکي به د سري لانکا لوبغاړو ته سرخوږی جوړوي. په افغان توپ اچوونکو کې سلیم ساپی، نجات مسعود، یمین احمدزی او نوید ځدراڼ دي، خو په ورو توپ اچوونکو کې به یې راشد خان نه وي.

کپتان حشمت الله شهیدي ویلي دي چې د راشد خان تشه به محسوسېږي، د قیس احمد، ظاهر خان او ضیاءالرحمن په څېر لوبغاړي په لوبډلې کې ښه ورو توپ اچوونکي شته.

افغانستان د ټست په سکواډ کې په توپ وهونکو کې رحمت شاه، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، نور علي ځدراڼ، اکرام علي خېل، ناصر جمال، بهیر شاه او محمد اسحق شامل دي.

د سري لانکا لوبډلې تېره ورځ د دغو سیالیو لپاره د دننجایا دي سیلوا په مشرۍ لوبغاړي اعلان کړل چې د دوی تر ټولو مجرب لوبغاړی انجیلیو متیوز هم په کې دی چې شاوخوا ۱۰۰ ټست لوبې یې کړې او په ټست لوبو کې څه باندې ۱۵ سلیزې لري.

د سري لانکا په لوبډلې کې د دغه هېواد ښه توپ وهونکيو ته ځای ورکړل شوی دی او د راپورونو په اساس، سري لانکا دغې لوبې ته ښه لوبغاړي اعلان کړي دي.

دا لوبه د سري لانکا د کولمبو په ښار کې ده. افغانستان تر دې دمه د ټست اووه لوبې کړې دي چې درې یې ګټلې او څلور یې بایللې دي.

له ټست لوبې وروسته افغانستان به له سري لانکا سره درې یوه ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ هم کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG