د لاس رسي وړ اتصالات

د ابراهیم سلیزې د سري لانکا خلاف ټست کې د افغانستان هیلې ژوندۍ ساتلې


ابراهیم ځدراڼ په ټست لوبو کې خپله لومړۍ سلیزه وکړه. تصویر: افغانستان کرکټ بورډ
ابراهیم ځدراڼ په ټست لوبو کې خپله لومړۍ سلیزه وکړه. تصویر: افغانستان کرکټ بورډ

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د یوازینۍ ټست لوبې په درېیمه ورځ افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ سلیزه وکړه.

افغانستان د درېیمې ورځې په اختتام سره ۱۹۹ منډې کړې او یو لوبغاړی، نور علي ځدراڼ یې، اوټ شوی دی.

ابراهیم ځدراڼ او نور علي ځدراڼ په ګډه د ۱۰۶ منډو ملګرتیا وکړه. دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د افغانستان د سر دوه لوبغاړي په پنځه ورځنۍ لوبې کې په ګډه دومره منډه کوي.

نور علي ځدراڼ د ابراهیم ځدراڼ تره ده. دا د نور علي لومړۍ ټست لوبه وه، هغه په ۴۷ منډو وسوځېده، خو ابراهیم ځدراڼ د درېیمې ورځې تر پای پورې ودرېده او ۱۰۶ منډې کړې دي. دا په ټست لوبې کې د ابرهیم ځدراڼ لومړۍ سلیزه هم دی.

بل افغان لوبغاړي رحمت شاه ۴۶ منډې کړې دي.

په درېیمه ورځ افغانستان په لوبې باندې حاکم و، د ورځې په پیل کې افغان توپ اچوونکو نوید ځدراڼ او نجات مسعود د سري لانکا پاتې پنځه لوبغاړي ژر ژر وسوځول او افغانستان خپله دویمه پاڼۍ پیل کړه. نوید ځدراڼ، چې دا یې لومړۍ ټست لوبه ده، څلور لوبغاړي اوټ کړل.

د ټست لوبه پنځه ورځې وې او هره لوبډله دوې پاڼۍ لوبې کوي. یو توپ اچوونکی بې شمېره اورونه ‌او یو توپ وهونکی په کې تر هغه لوبېدلای شي، چې سوځېدلای نه وي.

دا د سري لانکا او افغانستان ترمنځ لومړۍ ټست لوبه ده. د افغانستان دا اتمه ټست لوبه ده او سري لانکا تر ۱۰۰ ډېرې داسې لوبې کړې دي.

سري لانکا د جمعې په ورځ د پچې له ګټلو وروسته، افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، افغان توپ وهونکي په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ژر ژر اوټ شول او ۱۹۸ منډې یې وکړې. په لومړۍ پاڼۍ کې تر ټولو ډېرې ۹۱ منډې د رحمت شاه وې.

سري لانکا په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۴۹۳ منډې وکړې او په افغانستان باندې یې ۲۴۱ زیاتې وکړې. دوو لوبغاړو انجیلیو متیوز او دېنېش چاندېمال یې سلیزې وکړې.

اوس افغانستان لګیا دی چې په خپلې دویمې پاڼۍ کې د سري‌ لانکا دا ۲۴۱ زیاتې منډې پوره کړې او له دې ورپوته چې نورې څومره منډې کوي، هغه به د سري لانکا لپاره هدف ټاکل کېږي.

سبا د لوبې څلورمه ورځ ده او افغانستان به بیا په دې نیت لوبه پیلوي چې سري لانکا ته نسبتآ یو ښه هدف وټاکي.

د کرکټ په یوې ورځنۍ او شل اوریزو لوبو کې هره لوبډله یوه پاڼۍ لوبه کوي او په هماغه ورځ یې نتیجه معلومېږي، خو د ټست لوبه پنځه ورځې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG