د لاس رسي وړ اتصالات

هندي کشمیر ته د مودي سفر وړاندې د سیمې یو شمیر اوسیدونکي نیول شوي


د هند تر کنټرول لاندې کشمیر ته د صدراعظم نریندرا مودي د سفر څخه وړاندې پدې سیمې کې امنیتي تدابیر په جدي توګه ډیر شوي او د سیمې یو شمیر اوسیدنکي هم نیول شویدي.

دا د ۲۰۱۹ کال راهیسې چې د ښاغلي مودي حکومت د کشمیر نیمه خپلواکي واخیسته، لومړی ځل دی چې هغه دې سیمې ته سفر کوي.

د سرینګر یو اوسیدونکي جهانګیر خان چارشنبه مارچ شپږمه (کب۱۶) امریکا غږ ته وویل چې په سیمې کې د امنیتي تدابیرو ډیروالي له کبله ګڼ شمیر خلک له کورونو بهر نه راووځي.

ښاغلي جهانګیر وویل چې د کالونو راهیسې پدې سیمې کې کشمیریان تالاشي کیږي او دا یې یو ډول "ځورونه" وبلله.

هغه زیاته کړه، " ګمان کوم په کشمیر کې هیڅ هم ندي بدل شوي بلکې وضعیت لا خراب شوی".

زرګونه سرتیري، سیمه ایز پولیس او نیمه پوځې ځواکونه د مودي د سفر څخه وړاندې د جمو او کشمیر مرکز سرینګر کې د امنیت ساتلو لپاره ګمارل شویدي.

ټاکل شوې چې د هند صدراعظم به د وزیر باغ په سیمه کې د بخشي په لوبغالي کې د سیمې خلکو ته وینا وکړي چې د حکومت وار دمخه ترې کټارې تاو کړي.

امنیتي ځواکونو همدارنګه د خلکو تالاشي کول پيل کړي او په ځینو ځایونو کې یې د روزل شویو سپیو څخه هم کار اخیستل پیل کړي چې د سیمې خلکو پرې اعتراض کړی.

د نریندرا مودي حکومت په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټاکل شوې هغه د جمو او کشمیر لپاره د څه باندې ۶۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د اقتصادي او کرنې پرمختیا یو پروګرام اعلان کړي او پدې سیمې کې به د سیاحت سکتور اړوند ګڼ شمیر پروژې هم اعلان کړي.

د جمو او کشمیر لپاره د نریندرا مودي ملت پال بهارتیا جانتا ګوند مشر راویندر راینا ویلي چې د روانې میاشتې اوومه نیټه چې ښاغلی مودي کشمیر ته ځي، دا به "یوه تاریخي" ورځ وي. د دې ګوند غړیو ویلي چې په بخشي لوبغالي کې به تقریباً ۲۰ زره کسان د ښاغلي مودي وینا واوري.

خو بل پلو بیا پخپله د کشمیر ځینو اوسیدونکو ویلي چې دې سیمې ته د مودي سفر ګټه نلري ځکه چې کشمیر خپل د نیمه خپلواکې سیمې په توګه خپل حیثیت د لاسه ورکړی.

پولیسو د وزیر باغ په سیمه کې د خلکو تالاشي کول ډیر کړي.
پولیسو د وزیر باغ په سیمه کې د خلکو تالاشي کول ډیر کړي.

د سرینګر ښار یو اوسیدونکي محمد ایاز امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د ۲۰۱۹ کال د اګست په میاشت کې د ولس حق غلا شو او دا یې هم وویل چې د کشمیر ځانګړی حیثیت د دې سیمې د پرمختګ په مخکې هیڅکله "خنډ" نه و.

د کشمیر نیمه خودمختارۍ اخیستو څخه وروسته دا سیمه په دوو فدرالي قلمرونو وویل شوه چې یوه یې جمو او کشمیر او بله یې لداخ شوه. دواړه سیمې اوس د مرکزي دولت لخوا اداره کیږي او پخپله مقننه قوه نلري.

هندۍ ورځپاڼې (The Hindu) دوه ورځې وړاندې په یو راپور کې لیکلي و چې د جمو او کشمیر اداره زرګونه حکومتي مامورین ګماري چې د نریندرا مودي په غونډې کې برخه واخلي. د ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې ۱۳ حکومتي ادارو ته ویل شوي چې خپل مامورین د بخشي لوبغالي ته واستوي.

د سرینګر ښار ګڼ شمیر اوسیدونکو ویلي چې سیمه ایزو پولیسو د مودي د سفر څخه وړاندې د هغوي د کورنۍ غړي نیولي دي. د سیمې یو اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې ملګری یې حکومت نیولی او د مودي سفر پای ته رسیدو وروسته به خوشې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG