د لاس رسي وړ اتصالات

د هند پوځ: کشمیر کې له یاغیانو سره په نښته کې اووه هندي پوځیان وژل شوي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د هند پوځ د پنجشنبې په ورځ ، نومبر ۲۳ (لیندۍ دوهمه)‌ په یوې خبرپاڼې کې وویل، چې د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر کې د وسله والو یاغیانو سره په نښته کې اووه تنه هندي پوځیان وژل شويدي. خبرپاڼه زیاتوي چې پدغه نښته کې دوه تنه یاغیان هم وژل شوي دي.

د هند شپاړسمې قول اردو ویلي، چې نښته د چهار شنبې په ورځ وروسته له هغه رامنځته شوه، کله چې هندي سرتیرو په سویلي کشمیر کې د کلاکوټ په ځنګلونو کې د یاغیانو په تعقیب پسې وتلي وو.

د پوځ یو افسر د نوم د نه ښودلو په شرط د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل، په دې نښته کې د کومانډو د دوو سرتیرو په ګډون پنځه پوځيان وژل شوي او یو بل سرتېری ټپي شوی دی.

د هند پوځ په دې اړه چې په نښته کې څومره شکمن یاغیان ښکیل وو، جزیات نه دي ورکړي.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې یاغي ډلو له ۱۹۸۹ کال راهیسې بغاوت پیل کړی او د خپلواکۍ یا له پاکستان سره د یوځای کېدو غوښتنه کوي. په دې جګړو کې په لسګونو زره ملکي وګړي، پوځيان او وسله وال وژل شوي دي.

نوی ډهلی، پاکستان ددغه وسله والو یاغیانو په ملاتړ تورنوي، خو اسلام اباد دا تور ردوي او وايي چې یوازې د کشمیر د خپلواکۍ د حق لپاره د مبارزې ملاتړ کوي.

د هند د پوځ یو افسر وویل، د دوو وژل شویو یاغیانو څخه یو یې د اورپکو د مشر په توګه پیژندل شوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې وژل شوی اورپکې پاکستانی تبعه و چې د تیر کال راهیسې په سیمه کې یې فعالیت درلود.

همداراز تېره اوونۍ هندي پوځیانو د کشمیر په دره کې چې د یاغیانو مرکز بلل کېده، د عملیاتو په بهیر کې اته تنه یاغیان ووژل.

هندي چارواکي وايي، سږ کال په جګړو کې لږ تر لږه ۱۱۸ کسان وژل شوي، چې ۱۱ ملکي وګړي، ۲۷ امنیتي ځواکونه او ۸۰ تنه یې شکمن یاغیان دي.

په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان او هند تر خپلواکۍ وروسته، کشمیر چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي، په دوو برخو وېشل شوي چې یوه یې د هند او بله یې د پاکستان تر ادارې لاندې ده.

یاده دې وي چې په اټومي وسلو سمبال دغو دوو ګاونډیانو (هند او پاکستان) د کشمیر د مالکیت پر سر دوه ځله جګړه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG