د لاس رسي وړ اتصالات

د هند سترې محکمې د کشمیر د خپلواکۍ لغو کول تائید کړل


په هندي کشمیر کې چې زیاتره وګړي یې مسلمانان دي، له لسیزو راهیسې د حکومت ضد بغاوت روان دی.
په هندي کشمیر کې چې زیاتره وګړي یې مسلمانان دي، له لسیزو راهیسې د حکومت ضد بغاوت روان دی.

د هند سترې محکمې د دوشنبې په ورځ دسمبر ۱۱ (لیندۍ ۲۰) د صدراعظم نریندرا مودي د حکومت د هغه اقدام د تائید حکم وکړ چې د کشمیر محدوده خپلواکي یې لغوه کړې وه.

سترې محکمې وویل چې د ۲۰۱۹ کال د حکومت پرېکړه "د ادغام د پروسې برخه وه او دا د قدرت پرځای استعمال دی."

په هندي کشمیر کې چې زیاتره وګړي یې مسلمانان دي، له لسیزو راهیسې د حکومت ضد بغاوت روان دی.

د نوي ډیلي ترمستقم کنترول لاندې د راتلو د پرېکړې هم مهاله، هند په کشمیر کې د لاریونونو د کنټرول لپاره خپل وسله وال ځواکونه پیاوړي کړل او له کبله یې د څو میاشتو دپاره پراخې تالاشۍ، د مخابراتي شبکو بندیدل او ډله ایزې نیونې روانې وې.

د مودي له دغې تګلارې سره که څه هم په کشمیر کې مخالفتونه وښودل شول، خو د بغاوت له پای ته رسېدو څخه په ټول هند کې په پراخه کچه ملاتړ شوی دی.

په کشمیر کې د څو لسیزو په بغاوت کې په لسګونو زرو خلک وژل شوي دي.

په کشمیر کې هند پلوه سیاسي ګوندونو، د وکیلانو اتحادیې او انفرادي مدافع وکیلانو له اساسي قانون څخه د ۳۷۰ نمبر مادې لیرې کول ننګولي وو چې د کشمیر د لانجمنې سیمې ځانګړی حیثیت یې تامین کړی و.

محکمې د کشمیر د خپلواکۍ لیرې کول تائید کړل او حکم یې وکړ چې "ژر تر ژره" دې سیمې ته د هند د بل هر ایالت په څیر حق ورکړل شي.

محکمې همدارنګه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې د ایالتي ټاکنو د ترسره کېدو امر کړی دی.

د محکمې دې پرېکړې ته د تیاري دپاره په ټول کشمیر کې امنیتي اقدامات پیاوړي شوي وو. چارواکو د لاریونونو د مخنیوي لپاره د سرینګر په مرکزي ښار کې سلګونه سرتیري، نیمه پوځي سرتیري او پولیس ځای پر ځای کړي وو.

مودي د محکمې دا پرېکړه "تاریخي" بللې. د هند دغه ملتپال مشر په ایکس شبکه کې ولیکل چې دا حکم "د امید یو څراغ، د روښانه راتلونکي ژمنه او د یو پیاوړي اومتحد هند د جوړولو لپاره زموږ د ډله ایز هوډ نښه ده."

له اساسي قانون څخه د ۳۷۰مې مادې لیرې کول د مودي د بهارتیا جنتا ګوند یو له اساسي هلوځلو څخه و.

کشمیر کې د لانجې تاریخچه

په ۱۹۴۷ کې له بریتانیا څخه د هند او پاکستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو سره، کشمیر د دواړو هیوادونو ترمنځ ووېشل شو. د کشمیر د هغه مهال هندو مهاراجا له هند سره د یوځای کېدو پریکړه کړې وه.

په پیل کې نوي ډیلي په کشمیر کې یوازې پر بهرنیو چارو، اسعارو او مخابراتو کنټرول درلود، خو د لسیزو په اوږدو کې، د سیمې د هند پلوه مشرانو همکارۍ د نوي ډیلي د حاکمیت پراختیا ته لاره هواره کړه.

هند او پاکستان دواړه د همالیا په غرونو کې پروت کشمیر خپل حق بولي. د اتومي وسلو لرونکو دواړو هېوادونو تراوسه د کشمیر پر سر دوه ځله جګړه کړې ده.

له نیم میلیون څخه ډیر هندي سرتیري په سیمه کې د ۱۹۸۹ کال راهیسې د پیل شوي بغاوت د کنټرول لپاره ځای په ځای شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال د پیل راهیسې تراوسه له ۱۲۰ ډېر کسان وژل شوي، چې دوه پر درېیمه برخه یې وسله وال دي. پخوا د مرګ ژوبلې دغه شمیره هرکال زرګونو ته رسېدله.

هند پر پاکستان تور لګوي چې له وسله والو ملاتړ کوي، خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي او وايي چې یوازې د کشمیر د خپلواکۍ د حق لپاره د مبارزې ملاتړ کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG