د لاس رسي وړ اتصالات

په منځني‌ ختیځ کې د روان کړکېچ په اړه د شولتز او اردوغان متضادې څرګندونې


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د جرمني له صدراعظم اولف شولتز
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د جرمني له صدراعظم اولف شولتز

د فرانسې خبري‌ اژانس راپور ورکړی چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۸) په استانبول کې د دفاعي تړون په اړه خبرو کې د پرمختګ له امله د جرمني له صدراعظم اولف شولتز څخه مننه کړې خو دواړو خواو د منځني ختیځ د کړکېچ په اړه متضادې څرګندونې کړي دي.

د جرمني صدراعظم د جمعې په ورځ ترکیې ته د سفر په مهال په منځني ختیځ کې د مخ په زیاتېدونکي روان کړکېچ ترڅنګ د کډوالۍ او دوه اړخیزو مسلو پر سر له ترکي چارواکو سره خبرې کړي دي.

د ترکیې ولسمشر له دغو خبرو وروسته وویل:‌ "موږ له ټولو سیاسي اړخونو څخه تمه لرو چې نوښت وکړي او د اسرائیل د تیري کوونکو سیاستونو مخه ونیسي."

په راپور کې راغلي چې د ترکیې ولسمشر "په فلسطیني سیمو کې د اسرائیلو لخوا ترسره شوې نسل وژنه او په لبنان کې بریدونه" غندلي دي.

د جرمني صدراعظم اولف شولتز د اردوغان دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې المان د نسل وژنې ادعاوې نه مني او ټینګار یې وکړ چې اسرائیل له بریدونو څخه د ځان د دفاع حق لري.

شولتز په غزه کې د واکمنې حماس ډلې له خوا د اوربند او د یرغمل شویو اسرائیلیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل:‌ "جرمني فکر نه کوي چې د نسل وژنې تورونه قانوني وي او توجیه ولري."

جرمني چې د شاوخوا درې میلیونه ترکانو کوربه دی له ترکیې سره حساسې اړیکې لري او برلین د اردوغان په مشرۍ په ترکیه کې د بشري حقونو او دیموکراسۍ پر وضعیت باندې تل اندېښنه ښودلې ده.

د اسرائيل او حماس ترمنځ جنګ د ترکیې او جرمني ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کړي دي او د تېر عیسوي کال په نومبر میاشت کې د غزې په اړه د شولتز او اردوغان ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه.

د ترکیې ولسمشر په غزه کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو او په لبنان کې د وروستیو بریدونو کلک منتقد دی. خو جرمني چې د اسرائیل یو له قوي ملاتړو څخه دی پر غزه او لبنان د اسرائیل د پوځ بریدونه له ځان څخه د دفاع حق ګڼي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG