د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن وایي داسې ښکاري چې لویدیځه غاړه کې د تُرکیې الاصله امریکایۍ وژنه 'تصادف' وي


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن سه شنبه سپټمبر ۱۰ (وږي ۲۰) ویلي چې په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د یوې په خټه تُرکۍ امریکایۍ میرمن آیسنور ایزګي ایګي وژل کیدل داسې ښکاري چې یوه پیښه وي.

دې میرمنې د فلسطین په لویدیځه غاړه چې اسرائیل قبضه کړې په یوې مظاهرې کې برخه اخیستې وه چې د اسرائیلي ځواکونو لخوا په ډزو ووژل شوه.
سره لدې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې د دې میرمنې وژل کیدل " نه توجیه کیدونکی" دی او پرته له کومې پارونې وژل شوې خو جو بایډن په خبري کنفرانس کې وویل ، "ظاهراً دا یوه پیښه وه" او زیاته یې کړه چې مرمۍ په ځمکې تر لګیدو وروسته پورته شوې او دا میرمنې پرې په تصادفي توګه لګیدلې ده.

د امریکا مشر دا ونه ویل چې د پیښې په هکله یې معلومات یې له کومه کړي خو تر دې وړاندې ددې تُرکۍ میرمن د کورنیو غړیو د خپلې لور د وژل کیدو په هکله د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې وه.

د اسرائیل پوځ ویلي چې په دې اړه تحقیقات کوي او منلې یې ده چې ځواکونو یې ډزې کړي او ویلي یې دي چې دا کار یې د "تاوتریخوالي ډک فعالیت" په غبرګون کې کړی.

په غزې کې د اسرائیل-حماس تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې په لویدیځه غاړه کې هم چې اسرائیل قبضه کړې او د ناقلو یهودانو لپاره یې پکې د میشت کیدو ځایونه جوړ کړي، د ځایي فلسطینیانو او اسرائیلي ځواکونو تر منځ د تشدد پیښې دیرې شویدي.

د فلسطین د روغتیا چارواکي وایي چې د اسرائيل پوځ او په لویدیځه غاړه کې مېشتو اسرائیلیانو تر دې دمه ۶۶۲ فلسطینیان وژلي دي. اسرائيل دا سیمه په ۱۹۶۷ کال کې اشغال کړې ده.

اسرائیلي مقامات وايي په لویدیځه غاړه کې په روان تاوتریخوالي کې ۲۳ اسرائيلیان هم وژل شي چې یو شمېر یې د دغه هېواد سرتېري دي.

د همدې تُرکۍ میرمنې وژل کیدو په غبرګون کې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د اسرائیل پر ضد د اسلامي هیوادونو د ائتلاف جوړیدو غوښتنه وکړله.

د ترکیې مشر چې د استانبول ښار کې د اسلامي ښوونځیو اتحادیې لخوا جوړې شوې غونډې کې یې وینا کوله وویل، " یوازینی اقدام چې د اسرائیل تکبر، د اسرائیل داړه مارۍ او اسرائیل دولتي ترهګرۍ مخه نیسي، د اسلامي هیوادنو ائتلاف دی".

اردوغان پدې هکله نور جزیات ورنکړل خو تر دې وړاندې یې هم ویلي و چې هیواد یې ښایي د فلسطینیانو سره د مرستې په خاطر په اسرائیل کې هماغه شان مداخله وکړي لکه په تیر کې یې چې په لیبیا او ناګورنو – قره باغ کې کړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG