د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې او چین بمب غورځوونکو الوتکو امریکا ته څېرمه ګډې ګزمې کړي


د روسیې او چین بمبار الوتکو د متحده ایالاتو د الاسکا ایالت ته څېرمه ګزمې کړي. پدې تصویر کې د متحده ایالاتو او کاناډا جنګي جټ الوتکې د روسیې د یوې تو-۹۵ بمبار الوتکې تر څنګ لیدل کیږي.
د روسیې او چین بمبار الوتکو د متحده ایالاتو د الاسکا ایالت ته څېرمه ګزمې کړي. پدې تصویر کې د متحده ایالاتو او کاناډا جنګي جټ الوتکې د روسیې د یوې تو-۹۵ بمبار الوتکې تر څنګ لیدل کیږي.

د روسیې او چین جټ الوتکو د روسیې په ختیځ کې د متحده ایالاتو د الاسکا ایالت ته څېرمه ګډې ګزمې ترسره کړي دي خو مسکو او بیجینګ ټینګار کړی چې ددې ګزمو موخه یې کوم "دریمګړی اړخ" ندی.

د بیرینګ سمندرګي په اوږدو کې د چهارشنبې جولای ۲۴مې (زمري درېیمه) د اتومي بمونو د لیږدولو د توان لرونکو الوتکو پروازونه څو ورځې وروسته له هغه شوي چې مسکو وویل متحده ایالاتو د روسیې فضایي حریم ته څېرمه خپل ستراتیژیک بم غورځونکي لیږلي دي.

روسیې وویل چې د دوی "تو-۹۵ ام اس" ستراتیژیک بم غورځونکو او د چین د هوایي ځواک "سیان اچ-۶" ستراتیژیک بمبار الوتکو د چکچي او بیرینګ بحیرو او شمالي ارام سمندر پر سر هوايي ګزمې ترسره کړې دي.

د متحده ایالاتو او کاناډا د شمالي امریکا د فضایي دفاع ګډې قوماندانۍ ویلي چې د امریکا او کاناډا جنګي الوتکو د چهارشنبې په ورځ الاسکا ته څېرمه په نړیوال هوایي حریم کې دوه روسۍ او دوه چینایی بم غورځونکي الوتکې لیدلي دي.

دې قوماندانۍ وویل چې دا الوتکې "په نړیوال هوایي حریم کې پاتې شوي [او] د ګواښ په توګه نه لیدل کیږي."

مسکو وویل چې پدې ګزمو کې نړیوال قوانین په پام کې نیول شوي او د نورو هېوادونو له هوایي حریمونو څخه یې سرغړونه نه ده کړې، او زیاته یې کړه چې "د لارې په اوږدو کې، د هوایي چلند له دې ډلې سره د بهرنیو هیوادونو جنګی الوتکو ملتیا کړې ده."

مسکو ویلي چې دا ګزمې د "۲۰۲۴ کال لپاره د نظامي همکارۍ د پلان برخه وه او د کوم دریمګړي هیواد په خلاف نه وې."

د چین د دفاع وزارت هم ویلي چې دا ګزمې "د دریمګړې ډلې په خلاف نه وې... او د اوسني نړیوال او سیمه ایز وضعیت سره هیڅ تړاو نلري."

د روسیې د دفاع وزارت ددغو الوتکو د پورته کیدو، پرواز او کښته کېدو تصویرونه او ویډیوګانې خپرې کړي دي.

د روسیې "تو-۹۵ ام اس" الوتکې د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې رامنځته شوي، د اوږد واټن کروز توغندیو د لیږدولو وړتیا لري او د روسیې د اتومي وسلو د وړتیا برخه ګڼل کیږي. د چین "سیان اچ-۶" الوتکې هم اتومي وړتیا لري.

په اوکراین باندې د روسیې د ۲۰۲۲ کال له یرغل راهیسې مسکو او بیجینګ له یو بل سره نږدې شوي او دواړه هیوادونه په منظم ډول ګډ پوځي تمرینونه کوي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مۍ په مياشت کې له بيا ټاکل کېدو وروسته په خپل لومړني بهرني سفر چين ته ولاړ او په روانه مياشت کې يې د چين له ولسمشر شي جينپينګ سره په قزاقستان کې د یوې سيمه ايزې سرمشريزې په ترڅ کې بيا وکتل.

روسیې د یکشنبې په ورځ وویل چې الوتکو یې د شمالي قطب د بارنتز د سمندرګي په فضا کې د امریکا د دوو ستراتیژیکو بم غورځونکو الوتکو لخوا د روسیې فضايي حدودو ته د ننوتلو مخنیوی کړی دی.

د متحده ایالاتو پوځ په منظم ډول پر نړیوالو اوبو الوتنې ترسره کوي، او ویلي یې دي چې دا پروازونه په بې طرفه فضا کې ترسره کیږي. خو مسکو په وروستیو میاشتو کې دغو پروازونو ته په ټینګه غبرګون ښودلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG