د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: اذربایجان قره باغ ته د مرستو رسولو مخه نیولې 


په ارمنستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې اداره وايي چې اذربایجان په داسې حال کې قره باغ ته ورتګ محدود کړی چې په دغې نا ارامه سیمې کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

په ارمنستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویاندې زارا اماتوني نن دوشنبه جون ۱۹ (جوزا ۲۹) وویل چې د پنجشنبې د ورځې راهېسې د لاچین په دهلیز کې د سره صلیب له لوري کوم کار نه دی شوی.

تر دې مخکې ارمنستان ویلي وو چې اذربایجان د لاچین په دهلیز کې یوه پوسته جوړه کړې ده او په قره باغ کې یې مېشتو ارمنیانو ته د مرستو رسولو یوازینۍ لارې هم بنده کړې ده. خو باکو ویلي وو چې دا دهلیز بشري مرستو ته خلاص و.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان تېره اوونۍ ویلي وو چې په قره باغ کې وضعیت بیخي خراب شوی دی. هغه ویلي‌ وو چې په ځانګړي ډول په دغې سیمې کې ۱۲۰ کورنیو ته د مرستو رسول بند شوي ‌دي. نوموړي تور ولګوه چې باکو هڅه کوي له قره باغ څخه ارمني قوم ورک کړي.

قره باغ له لسیزو راهېسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې سیمه پاتې شوې او تر دې دمه یې یو ځل په ۱۹۹۰ کال کې او بل ځل په ۲۰۲۰ کال کې جګړې کړې دي.

ارمني بیلتون غوښتونکو په ۱۹۹۰ کال کې د یوې خونړۍ جګړې په ترڅ کې د قره باغ سیمه ونیوله، په هغې جګړې کې شاوخوا ۳۰زره کسان ووژل شول.

په ۲۰۲۲ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه دوې اوونۍ روانه وه چې شاوخوا ۶۵۰۰ په کې ووژل شول. دا جګړه د روسیې په منځګړتوب پای ته ورسېده. د اوربند په اساس، ارمنستان هغه سېمې،‌ چې بیتلون غوښتونکو په ۱۹۹۰ کال کې نیولې وې، باکو ته وسپارلې.

XS
SM
MD
LG