د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې خبرو له پيل دمخه د اذربایجان – ارمنستان تر منځ جګړې کې دوه سرتیري وژل شوي


تازه شخړه وروسته تر هغه پیل شوه چې اذربایجان د لاچین په سیمه کې د تالاشۍ پوسته واچوله.
تازه شخړه وروسته تر هغه پیل شوه چې اذربایجان د لاچین په سیمه کې د تالاشۍ پوسته واچوله.

پداسې حال کې چې ټاکل شوې د اذربایجان او ارمنستان جګپوړي چارواکي د اوږدمهالې سولې موافقې ته د رسیدو په خاطر سره کښیني، په تازه نښتو کې د دواړو هیوادونو یو یو سرتیری وژل شوی.

د دواړو هیوادونو پوځیانو په سرحدي سیمو کې جمعه مې ۱۲ (غوایي۲۲) په یو بل ډزې پداسې حال کې کړي چې ټاکل شوې د اذربایجان جمهور رئیس الهام علیوف او د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان د یکشنبې په ورځ د بلجیم پایتخت بروکسل کې خبرو ته سره کښیني.

دغه دوه هیوادونه چې یو وخت د پخواني شوري اتحاد جمهوریتونه و، د ناګورنو-قره باغ په جنجالي سیمه د شاوخوا دیرشو کالونو راپدیخوا د یو بل سره په جګړې اخته ده. دا سیمه په رسمي توګه د اذربایجان برخه ده خو ډیری اوسیدونکي یې ارمنستانیان دي.

د ارمنستان د دفاع وزارت ویلي چې په تازه شخړو کې د هغوي په ځواکونو هاوان توغندي وار شوي او د سپکو وسلې ډزې پرې شوي. وزارت همدرانګه ویلي چې په بریدونو کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو څخه هم کار اخیستل شوی.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي، "د دښمن په ډزو کې د ارمنستان یو سرتیری وژل شوی او یو بل ټپي شوي".

ها خوا بیا د اذربایجان دفاع وزارت ویلي چې په سرحدي سیمو کې یې په ځواکونو ارمنستان لخوا د بې پیلوټه الوتکو برید شوی او یو سرتیری یې وژل شوی.

تیر ځل د دې دواړو هیوادونو تر منځ د اوربند پر سر موافقه د اروپایي اتحادیې او روسیې په منځګړتوب په ۲۰۲۰ کال کې شوې وه خو دا ځل یې پداسې حال کې زور اخیستی چې ټاکل شوې ډیر ژر د دواړو هیوادونو جګپوړي مشران یو ځل بیا خبرو ته کښیني.

د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیران تیره اوونۍ په متحده ایالاتو کې هم د خبرو لپاره ناست و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکین د خبرو څخه وروسته خبریالانو ته وویل چې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلور ورځې په "سختو موضوعاتو" خبرې وکړلې او ډیر پرمختګ یې کړی خو د "ځمکې پر سر د شخړې د پای ته رسولو لپاره موافقې ته سره ونه رسیدل".

ارمنستان او اذربایجان وړاندې تر دې چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د پخواني شوري اتحاد له منځه ولاړ شي د دې اتحاد غړي جمهوریتونه و چې وروسته یې خپلواکۍ واخیستې.

د دې دواړو هیوادونو د خپلواکۍ تر لاسه کولو وروسته د ناګورنو- قره باغ سیمې پر سر چې ډیری اوسیدونکي یې ارمنستایان دي، دوه ځلې جنګونه کړي.

پدې جنګونو کې لسګونه زره کسان وژل شوي. لومړی جنګ چې شپږ کاله یې دوام وکړ په ۱۹۹۴ میلادي کال کې پای ته ورسیده او دویم جنګ بیا په ۲۰۲۰ کال کې د روسیې په منځګړتوب د سولې تر موافقې وروسته پای ته ورسید.

خو د سولې موافقې سره سره د دواړو هیوادونو تر منځ وخت ناوخته شخړې شویدي.

تازه جنجال دوه اوونۍ وړاندې هغه وخت پیل شو چې اذربایجان د لاچین په ولسوالۍ کې د تالاشۍ پوسته واچوله. دا د ارمنستان او ناګورنو – قره باغ تر منځ د تګ راتګ یوازینۍ ځمکنۍ لار ده. ارمنستان دا کړنه د اوربند څخه سرغړاونه بولي.

XS
SM
MD
LG