د لاس رسي وړ اتصالات

ارمنستان اذربایجان د قره باغ د کلابندۍ له امله په توکمپالنې' تورن کړ


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

ارمنستان د جمعې په ورځ، د جون ۱۶مه، (غبرګولي ۲۶مه) اذربایجان په دې تورن کړ چې د ارمنستان په ګڼ میشته سیمه "ناګورنو قره باغ" کې، کوم چې د دواړو هېوادنو تر منځ د څو لسیزو اوږدې ځمکنۍ شخړې مرکز کې دی، د " توکمپالنې" پالیسي تعقیبوي.

د جمعې په ورځ، د ارمنستان د صدراعظم نیکول پاشینیان وویل چې، وروسته له هغې چې باکو د پنجشنبې په ورځ د لاچین لاره وتړوله "په قره باغ کې بشري وضعیت خورا خراب شوی دی".

هغه وویل "قره باغ ته د خوراکي توکو رسول په عملي ډول بند شوي دي او ناروغان اجازه نه لري چې د ارمنستان روغتونونو ته د درملنې لپاره یوړل شي. د باکو "کړنې ثابتوي چې اذربایجان په قره باغ کې د توکمپالنې پالیسي تعقیبوي."

خو اذربایجان ټینګار کوي چې د لاچین دهلیز له لارې ملکي ټرانسپورټ په عادي توګه جریان لري.

د ارمنستان د صدراعظم څرګندونې پداسې حال کې کیږي، چې اذربایجان د روان کال د اپریل په ۲۳ مه نېټه، د لاچین په ولسوالۍ کې د تالاشۍ یوه پوسته واچوله. دا د ارمنستان او ناګورنو – قره باغ تر منځ د تګ راتګ یوازینۍ ځمکنۍ لار ده.

د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه، د عدالت نړیوالې محکمې چې ملګرو ملتونو لوړ قضایي ارګان دی، اذربایجان ته لارښونه وکړه چې د لاچین کریډور یا دهلیز کې آزاد تګ راتګ تضمین کړي.

همدا راز د روان کال د مې پر ۲۴مه نېټه، ارمنستان د عدالت نړیوالې محکمې څخه وغوښتل چې د اذربایجان څخه وغواړي چې د لاچین کريډور تړل په بشپړه توګه پای ته ورسوي.

د پخواني شوروي اتحاد دغه دوه جمهوریتونه له درې لسیزو راهیسې د قره باغ د کنټرول پر سر شخړو کې راګیر دي او ددغه سیمې پر سر یې په ۱۹۹۴ او ۲۰۲۰ کلونو کې دوه ځلې نښتې هم کړي دي.

په ۲۰۲۰م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو میاشتنۍ جګړه د روسیې په منځګریتوب د یوه اوربند په ټینګیدو سره پای ته ورسیده. په هغه جګړې کې ارمنستان یو شمېر سیمې چې د څو لسیزو راهیسې ددغه هېواد تر کنټرول لاندې وو،‌ پریښودلې.

د اروپايي ټولنې او امریکا په منځګړیتوب د باکو او ایروان ترمنځ د سولې د خبرو له دوام سره سره، ددغه دواړو هېوادونو په ګډه پوله کې پرله پسې نښتې شوي دي.

ارمنستان او اذربایجان وړاندې تر دې چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د پخواني شوري اتحاد له منځه ولاړ شي د دې اتحاد غړي جمهوریتونه و چې وروسته یې خپلواکۍ واخیستې.

د دې دواړو هیوادونو د خپلواکۍ تر لاسه کولو وروسته د ناګورنو- قره باغ سیمې پر سر چې ډیری اوسیدونکي یې ارمنستایان دي، دوه ځلې جنګونه کړي.

پدې جګړو کې لسګونه زره کسان وژل شوي. لومړی جنګ چې شپږ کاله یې دوام وکړ په ۱۹۹۴ میلادي کال کې پای ته ورسیده او دویم جنګ بیا په ۲۰۲۰ کال کې د روسیې په منځګړتوب د سولې تر موافقې وروسته پای ته ورسید.

XS
SM
MD
LG