د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین د آذربایجان او ارمنستان د مشرانو ترمنځ د مذاکراتو کوربتوب کوي  


پوتین د اذربایجان او ارمنستان له مشرانو سره
پوتین د اذربایجان او ارمنستان له مشرانو سره

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ۳۱مه (لړم ۹) د آذربایجان او ارمنستان د مشرانو ترمنځ د خبرو کوربه دی. دا پداسې حال کې ده چې روسیه غواړي د دغو دوو غلیمو هېوادونو ترمنځ خپل کلیدي رول په ډاګه کړي.

دا خبرې د روسیې په سوچي ښار کې په داسې حال کې کیږي، چې د قفقاز په کړکېچنه سیمه کې د لویدیځ تعامل په زیاتیدو دی؛ چیرته چې روسیه په ښکاره ډول له لسیزو وروسته خپل نفوذ له لاسه ورکوي.

ددغو دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې په داسې حال کې پیلېږي، چې یوه میاشت وړاندې دغه دوه ګاونډیان یو ځل بیا سره په جګړې کې ښکیل شول؛ هغه شخړه چې په کې سلګونه کسان مړه او ژوبل شول.

د آذربایجان د ولسمشر الهام علیوف او د ارمنستان د صدراعظم نیکول پاشینیان دفترونو د روسیې سوچي ښار ته د دواړو مشرانو د ورتګ خبر ورکړی دی.

مسکو ویلي چې خبرې به د هغو توافقاتو په عملي کولو تمرکز وکړي چې تېر کال د روسیې په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د مخنیوي او په سیمه کې د ثبات د تامین لپاره شوې وې.

ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر به لومړی د دغو دواړو هېوادونو له مشرانو سره په جلا جلا توګه وګوري او بیا په درې اړخیزو خبرو اترو کې ګډون وکړي.

آذربایجان او ارمنستان په ۱۹۹۰ او ۲۰۲۰ کلونو کې د قره باغ سیمې د کنټرول پر سر دوه ځلې جګړې کړې دي.

د ۲۰۲۰ کال په شپږ اونیزو جګړو کې د دواړو خواوو څه باندې ۶۵۰۰ امنیتي ځواکونه ووژل شول. جګړه د روسیې په منځګړتوب پای ته ورسېده.

د ۲۰۲۰ کال د اوربند په بنسټ ارمنستان هغه سیمې چې د ارمني بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې وي او د ۱۹۹۰ لسیزې جګړو په جریان کې یې نیولي وې، باکو ته تسلیم کړې. دې پریکړې ارمنیان په غوسه کړل خو آذربایجان یې خوښ کړ.

تېره میاشت د دواړو هېوادونو ترمنځ په نښتو کې د دواړو خواوو ۲۸۶ کسان ووژل شول. جګړه د متحده ایالاتو په منځګړیتوب ودرول شوه.

په داسې حال کې چې مسکو پر اوکراین د خپل پوځي یرغل له امله په نړیواله کچه د منزوي کیدو په حال کې دی، امریکا او اروپايي ټولنې د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې د خبرو په منځګړیتوب کې رهبري کوونکی رول غوره کړی.

XS
SM
MD
LG