د لاس رسي وړ اتصالات

بلنکین: ارمنستان او آزربایجان ۳۰کلنې شخړې پای ته رسیدو لپاره موافقې ته نږدې شوي


د ارمنستان او آزربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو څلور ورځنۍ خبرې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو خوندي دفتر کې شوي چې مطبوعاتو ورته د ورتګ اجازه نه درلوده.
د ارمنستان او آزربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو څلور ورځنۍ خبرې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو خوندي دفتر کې شوي چې مطبوعاتو ورته د ورتګ اجازه نه درلوده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وایي ارمنستان او آزربایجان دسولې یوې موافقې ته نږدې شوې چې له مخې به یې د ناګورونو – قره باغ سیمې پر سر د دې دواړو هیوادونو دیرش کلن جنجال پای ته ورسیږي.

ښاغلي بلنکین پنجشنبه مې ۴ (غوایي۱۴) وویل چې په واشنګټن کې د آزربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو څلور ورځې په "سختو موضوعاتو" خبرې وکړلې او ډیر پرمختګ یې کړی خو د "ځمکې پر سر د شخړې د پای ته رسولو لپاره موافقې ته سره ونه رسیدل".

د امریکا دې جګپوړي دیپلومات زیاته کړه چې د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر ارارات میرزویان د خپل ارمنستاني سیال جیحون بایراموف سره په خبرو اترو کې د سولې د "دوامدارې موافقې" په هکله ښکاره پرمختګ کړی.

بلنکین زیاته کړه، " هیله لرم هغوي دا وګوري او زه ګمان کوم چې ویني یې چې موافقه نږدې شوې". انټوني بلنیکن دا هم وویل چې واشنګټن به د دې دواړو هیوادونو سره نهایي موافقې ته په رسیدو کې مرسته کوي.

هغه وویل چې دا موافقه به "تاریخي" وي او د دواړو هیوادونو د ولسو په ګټه به وي او دا چې دواړو خواوو د اوږدې مودې شخړې د پای ته رسولو او اړیکو عادي کولو لپاره "ریښتینی تعهد" څرګند کړ.

د آزربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د خبرو د پای ته رسیدو څخه وروسته تقریباً یو شان اعلامیې خپرې کړي او دواړو یې ویلي چې د اړیکو عادي کیدو لپاره یې خپل دریځو څرګند کړیدي.

سره لدې چې دواړو یې منلې د ځینو موضوعاتو په هکله لا هم اختلافات شته خو په اعلامیو کې ویل شوي چې " وزیرانو او ټیمونو یې د سولې او دولتونو تر منځ د اړیکو جوړولو موافقې د مسودې لپاره دوه اړخیز تفاهمونه برابر کړیدي".

ارمنستان او آزربایجان وړاندې تر دې چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د پخواني شوري اتحاد له منځه ولاړ شي د دې اتحاد غړي جمهوریتونه و چې وروسته یې خپلواکۍ واخیستې.

د دې دواړو هیوادونو د خپلواکۍ تر لاسه کولو وروسته د ناګورنو- قره باغ سیمې پر سر چې ډیری اوسیدونکي یې ارمنستایان دي، دوه ځلې جنګونه کړي.

پدې جنګونو کې لسګونه زره کسان وژل شوي. لومړی جنګ چې شپږ کاله یې دوام وکړ په ۱۹۹۴ میلادي کال کې پای ته ورسیده او دویم جنګ بیا په ۲۰۲۰ کال کې د روسیې په منځګړتوب د سولې تر موافقې وروسته پای ته ورسید.

خو د سولې موافقې سره سره د دواړو هیوادونو تر منځ وخت ناوخته شخړې شویدي.

تازه جنجال تیره اوونۍ هغه وخت پیل شو چې آزربایجان د لاچین په ولسوالۍ کې د تالاشۍ پوسته واچوله. دا د ارمنستان او ناګورنو – قره باغ تر منځ د تګ راتګ یوازینۍ ځمکنۍ لار ده. ارمنستان دا کړنه د اوربند څخه سرغړاونه بولي.

د ارمنستان او آزربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ دا ځلور ورځنۍ خبرې اترې چې مطبوعاتو ورته د ورتګ اجازه نه درلوده د امریکا د بهرنیو وزرات یو خوندي دفتر کې شویدي.

د خبرو د پیل څخه وړاندې امریکايي چارواکو ویلي و غواړي چې د دې دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران سره کښیني او اساسي هدف یې د اړیکو عادي کولو و.

XS
SM
MD
LG