د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد: د طالبانو سرقونسل د پاکستان ملي سرود ته 'بې احترامي' کړې ده


د طالبانو د پیښور سرقونسل د پاکستان د حکومت له خوا جوړ شوي د ربيع الاول د ۱۲ په مناسبت "رحمت اللعالمين کنفرانس" ته بلل شوی وو.
د طالبانو د پیښور سرقونسل د پاکستان د حکومت له خوا جوړ شوي د ربيع الاول د ۱۲ په مناسبت "رحمت اللعالمين کنفرانس" ته بلل شوی وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په پېښور کې د هغه هېواد ملي سرود ته د طالبانو د سرقونسل حافظ محب الله نه درېدل غندلي او د هغه دا کار يې د ډيپلوماټيکو اصولو خلاف عمل بللی دی.

د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې د سپټمبر پر ۱۷ (وږي ۲۷) په يو بيان کې ويلي: "د کوربه هیواد ملي سرود ته بې احترامي د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف کار دی. د افغانستان د سرپرست سرقونسل دغه کړنه د غندنې وړ ده. موږ خپل سخت احتجاج په اسلام اباد او کابل دواړو کې افغان چارواکو ته رسوو."

د سپټمبر پر ۱۷ (وږي ۲۷) د پاکستان د حکومت له خوا په پېښور کې د ربيع الاول د ۱۲ په مناسبت "رحمت اللعالمين کنفرانس" جوړ شوی وو چې د خيبر پښتونخوا ایالت د اعلی وزير علي امين ګنډه پور او نورو پاکستانيو چارواکو تر څنګ په پېښور کې د طالبانو د حکومت سرپرست سرقونصل حافظ محب الله هم ګډون پکې کړی وو.

په دغه کنفرانس کې د پاکستان د ملي سرود د غږېدو پر مهال په تالار کې ناست ټول کسان د ملي سرود د درناوي لپاره ودریدل، خو د طالبانو د پیښور قنسولګرۍ سرپرست حافظ محب الله او له هغه سره ناست يو بل طالب چارواکی د سرود تر پايه پر خپلو چوکيو ناست ول.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا ددغه احتجاجي بيان وروسته په پېښور کې د طالبانو د قونسلګرۍ وياند شاهدالله په وضاحتي بيان کې ويلي چې د پاکستان ملي سرود ته يې "د بې احترامۍ او سپکاوي اراده" نه درلوده.

نوموړي زياته کړه چې په هغه سرود کې موسيقي وه، نو ځکه سر قونسل ورته ونه دریده. د شاهد الله په وينا، د طالبانو حکومت هم د افغانستان پر ملي سرود د موسيقۍ له امله "بنديز" لګولی دی.

ګڼو پاکستانيو رسنيو ددغه هېواد ملي سرود ته د طالبانو د سرقونسل د نه دریدو عمل ته پراخ پوښښ ورکړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د تېرې دورې پر مهال هم په اسلام اباد کې د يوې غونډې پر مهال د طالبانو د هغه وخت سفير د پاکستان ملي سرود ته نه وو دریدلی چې وروسته يې رسنيو په اړه پراخې تبصرې کړې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG