د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشومانو د کار سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ ۱۹٪ افغان ماشومان کار کوي


افغانستان کې د کاروکسب نشتون، لوږه او د کورنیو بې سرپرستي ددې سبب شوې چې په سلګونو زره ماشومان خپلو کورنیو ته د روزۍ د ګټلو لپاره اوږدو ساعتونو لپاره په بازارونو کې کار وکړي.
افغانستان کې د کاروکسب نشتون، لوږه او د کورنیو بې سرپرستي ددې سبب شوې چې په سلګونو زره ماشومان خپلو کورنیو ته د روزۍ د ګټلو لپاره اوږدو ساعتونو لپاره په بازارونو کې کار وکړي.

د جون د میاشتې ۱۲ په نړۍ کې د ماشومانو د کار سره د مبارزې د نړیوالې ورځې سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي چې په افغانستان کې ۱۹ فیصده ماشومان کارکوي.

اوچا په افغانستان کې د ماشومانو د هوساینې او راتلوونکې په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړې او د چهارشنبې په ورځ د جون ۱۲ ( جوزا ۲۳) د ایکس په پاڼه لیکلي: "مونږ باید یو بل سره کار وکړو ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړو چې هر ماشوم په یو ارام چاپیریال کې د زده کړو او ودې فرصت لري".

افغانستان کې د کاروکسب نشتون، لوږه او د کورنیو بې سرپرستي ددې سبب شوې چې په سلګونو زره افغان ماشومان خپلو کورنیو ته د روزۍ د ګټلو لپاره د اوږدو ساعتونو لپاره د بازارونو په لارو کوڅو کې کار وکړي.

د طالبانو ترکنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د شمیرنو له مخې د افغانستان د وګړو په جوړښت کې زیات شمیر یې ځوانان دي چې ددغه هیواد د نفوس نږدې نیمايي (۴۸) فیصده یې د ۱۵ کلنو څخه کم عمر لري.

سږکال د ماشومانو د کار سره د مبارزې نړیواله ورځ "راځئ په خپلو ژمنو باندې عمل وکړو: د ماشومانو کار ته د پاې ټکی کیږدو" تر شعار لاندې نمانځل کیږي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سیمع الله ابراهیمي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه باندې لیکلي چې دا وزارت هڅه کوي چې د ماشومانو د سختو او شاقه کارونو مخه ونیسي او د ماشومانو د کورنیو له لارې د هغوی ستونزو ته حل لارې ولټول شي.

هغه ویلي: "هغه ماشومان چې په شاقه کارونو بوخت دي، یتیم یا بې سرپرسته دي، د کار او تولنیزو چارو وزارت په مرکز او ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د روزنې مرکزونه پرانیستي دي ترڅو ددغو مرکزونو له لارې له هغوی څخه ملاتړ وشي، زده کړې وکړي او تعلیم او تربیې ته چې اساسي حق یې دي لاس رسی ولري".

د سیمع الله ابراهیمي د وینا له مخې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فقیرو کورنیو د ماشومانو لپاره د حرفوي او مسلکي زده کړو له لارې د زده کړو پروګرامونه ترتیبوي ترڅو په راتلوونکې کې کاري فرصتونو ته لاس رسی ولري.

د ملګرو ملتونو شمیرنې ښيي چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې ۱۶۰ میلیونه ماشومان د کار قربانیان دي چې هغوی د زده کړو له حق څخه محروموي او په راتلوونکې کې د هغوی هوساینه ورڅخه اخلي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ماشومان د کرهڼې، کانونواو یا په کورونو کې د جبري کار لپاره قاچاق کیږي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي: "د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې پر مهال، راځئ د استثمار پر وړاندې د ماوشومانو څخه ملاتړ وکړو او د یوې داسې راتلوونکې لپاره چې هر ماشوم په کې خوندي اوسي هڅې وکړو".

ملګرو ملتونو ددغې ورځې پر مهال له هیوادونو څخه غوښتي چې د ماشومانو د خورا ناوړو کارونو د ټولو ډولونو په برخه کې د کار د ۱۸۲ شمیرې د نړیوال کنوانسیون د پلي کیدو لپاره دې په اغیزمن ډول هڅې وکړي.

دغه کنوانسیون "هرډول مريتوب یا مریتوب ته ورته اقدام، د ماشومانو خرڅول او قاچاق، د ماشومانو د اسثثمارولو لپاره هغوی ګمارل او له خپلو کورنیو د استثماري کارونو لپاره جدا کول، د ماشومانو بیګار او د ماشومانو څخه په نظامي برخه کې کار اخیستل" منع کړي دي.

همداشان ملګرو ملتونو د ماشومانو د هرډول کار پاې ته رسیدلو لپاره په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د داسې اقداماتو غوښتنه کړې چې د ماشومانو د کار د عواملو د ریښو له منځه تللو سبب شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG