د لاس رسي وړ اتصالات

ګوزڼ: هغه ناروغي چې د افغان ماشومانو هیلې او خوبونه مړاوي کوي


زاهد الله هم یو له هغو ماشومانو له ډلې څخه دی چې په ماشومتوب کې د ګوزڼ ناروغۍ ښکار شوی دی.
زاهد الله هم یو له هغو ماشومانو له ډلې څخه دی چې په ماشومتوب کې د ګوزڼ ناروغۍ ښکار شوی دی.

ګوزڼ په افغانستان کې د ډېرو ماشومانو ژوند له ننګونو سره مخ کړی او په ماشومتوب کې یې د هغوی هیلې ترې اخیستي دي.

زاهد الله هم یو له هغو ماشومانو له ډلې څخه دی چې په ماشومتوب کې د ګوزڼ ناروغۍ ښکار شوی دی.

د نوموړي پلار، حضرت ګل له امریکاغږ سره په خبرو کې وویل، چې په تیرو کلونو کې د پولیو ویروس په اړه اړین پوهاوی نه درلود او خپل واړه ماشومان یې نه واکسینول، خو څلور کاله مخکې، وروسته له هغه د پولیو ویروس په زیانونو پوه شو چې ماشوم زوی یې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شو.

حضرت ګل وویل: "ډېر بد احساس لرمه، ماشوم ډیرې ستونزې لري او نشي ګرځیدلی، چې ونه ګرځي، راتلونکې یې خرابه ده او د خلکو احتیاج به وي. مشکلاتو ته یې سخت ځوریږو، ځکه بیچاره اوس اوو کلن ده او په دې خاورو کې په زنګنونو ګرځي. کله چې نور ماشومان لوبې کوي زه ورته سخت خپه کیږم."

څلویښت کلن حضرت ګل همدا راز زیاتوي، چې د زوی دردمن ژوند ته یې کړیږي، خو د نورو ماشومانو د سالمې روغتیا لپاره د ګوزڼ ضد واکسین څاڅکي ګټور بولي او له روغتیایي چارواکو غواړي، چې په لرو پرتو سیمو کې د پوهاوي برنامې جوړې کړي.

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت له مسؤولینو، خیریه بنسټونو او د واکسین نورو چارواکو مو غوښتنه ده چې سیمې ته دې راشي، خلکو ته دې لازم پوهاوی ورکړي، د پوهاوي پروګرامونه دې ورته جوړ کړي او هغوی دې د واکسین په ګټو پوه کړي.

د ګوزڼ وهلي ماشوم د ماما زوی، میرعالم ګوجر، چې د پولیو ویروس په زیانونو پوهیږي امریکاغږ ته وویل چې په تېرو کلونو کې د جګړو له امله د پولیو ویروس پروسه ټکنۍ وه او د بیلابیلو ستونزو له امله به ماشومان له واکسین پاتې کېدل خو په وینا یې دا پروسه اوس چټکه شوې ده.

نوموړي وویل: "مخکې دلته د پولیو واکسین نه راتلو، خو اوس ټولو سیمو ته راځي. دا ماشوم زما د ماما زوی دی او فلج شوی دی. خو نورو ماشومانو ته واکسین شوی او ورته یې فایده کړی."
د پولیو ناروغۍ د زاهدالله ژوند پداسې حال له ستونزو سره مخ کړی، چې د روغتیاپالانو په خبره، ددغۍ ناروغۍ مخه یوازې د پولیو د واکسین له لارې نیول کېدای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG