د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې د ښځینه واکسیناتوران شتون ډیر اغیزمن دی


عکس: په بغلان کې یوه ښځینه واکسیناتوره یو ماشوم ته د پولیو واکسین تطبیقوي
عکس: په بغلان کې یوه ښځینه واکسیناتوره یو ماشوم ته د پولیو واکسین تطبیقوي

د بغلان اوسیدونکي وايي، په افغانستان کې د پولیو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ شوې، چې په ولایتونو کې یې د ښځینه مبلغینو ګډون او زیاتوالی یوه بېلګه ده.

د دوی په وینا، اوس مهال د پولیو ضد کمپاین کې یو شمېر ښځینه مبلغینې هم کار کوي، چې د دوی هڅې ډېرې ګټورې تمامې شوې، ځکه دوی کورونو ته ورځي او هغو مېرمنو ته معلومات ورکوي، چې د پولیو له خطره ناخبره دي.

خو د ګوزڼ ضد مبلغین بیا ټینګار کوي چې د ښځینه واکسیناتورانو شمېر دې لا زیات شي، ځکه په لیرې پرتو سیمو کې د هغوی حضور ته زیاته اړتیا لیدل کیږي.

په بغلان کې د پولیو ضد مبلغه، فاطمه اکبري امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د بغلان د خلکو د پوهاوي کچه د تیرو کلونو په پرتله لوړه شوې او اوس خلک د پولیو په ګټو او زیانونو پوهیږي.

نوموړې وویل: "د تېرو کلونو په پرتله اوس د خلکو لېوالتیا ډیره شوې، کله چې مونږ د خلکو کورونو ته ځو، هغوی ډېر لیوالتیا لري چې خپل ماشومان واکسین کړي او هغه یو فیصد خلک چې لا هم له واکسینه ډډه کوي، زمونږ هڅه دا ده چې هغوی قانع کړو."

فاطمه وايي، د پوليو په پروسه کې دې د ښځو ونډه کليو او بانډو ته وغځول شي او روغتيايي چارواکي دې په لرو پرتو سيمو کې د خلکو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

نوموړې زیاته کړه: "د ښځینه د ټیمونو شمېر باید زیات شي، په ځانګړې توګه د کور په کور کمپاین پرمهال چې اکثریت میرمنې په کور کې وي. ښځینه واکسیناتورانې ځکه اساسي رول لوبوي چې دوی د کور د ننه د تګ اجازه لري."

د بغلان ټولنيز فعال، قسیم اندړ پوليو يوه خطرناکه ناروغي وبلله او زياته يې کړه چې د پوليو له ويروس سره مبارزه د ټولو خلکو ګډه دنده ده.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده او په دې برخه کې باید د عامې روغتیا وزارت جدي پاملرنه وکړي او د خلکو د عامه پوهاوي لپاره دې ګرځنده ټیمونه جوړ کړي چې په ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې هغوی د پولیو له خطرونو او زیانونو خبر کړي."

د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو مرستندویه ادارو خوښي څرګنده کړې چې د واکسین لپاره د ماشومانو شمېر لوړ شوی او د خلکو د پوهاوي او همکارۍ کچه هم لوړه شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG