د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته روانه د جاپان الوتکه پر خدمې د مسافر له برید وروسته بیرته ستنه شوې


د جاپان د "ال نیپون" هوايي شرکت الوتکه
د جاپان د "ال نیپون" هوايي شرکت الوتکه

امریکا ته روانه د جاپان یوه الوتکه وروسته له هغه بیرته توکیو ته ستنه شوې چې یو مسافر د شرابو د نشې په حالت کې د الوتکې د یوې خدمې په مړوند غاښ لګولی دی.

د جاپان د "ال نیپون" هوايي شرکت یو ویاند د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۷) فرانس پرس ته وویل، یو ۵۵ کلن مسافر د "سختې نشې" په حال کې چې ګمان کیږي د امریکا دی، د یوې خدمې پر مړوند خپل غاښونه ښخ کړل او هغه یې سطحې ژوبله کړه.

د هوايي شرکت په خبره، د پېښې له کبله د ۱۵۹ مسافرو وړونکې دغې الوتکې پیلوټانو پرېکړه وکړه چې له ارام سمندر څخه د ټوکیو هنیډا هوايي ډګر ته بیرته وګرځي، چیرې چې تورن مسافر پولیسو ته په لاس ورکړل شوی دی.

د جاپان د "ټي بي اس" رسنۍ په حواله، تورن کس څارنوالانو ته ویلي چې هغه د خپل دې چلند په اړه "هیڅ په یاد کې نه لري."

په جاپان کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ددغه هېواد په هوايي چلند کې ددې او په وروستیو اونیو کې د څو نورو پیښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

تر ټولو جدي پېښه د جنوري په دوهمه د هنیډا په هوايي ډګر کې د ساحل ساتنې د ځواکونو د یوې کوچنۍ الوتکې سره د جاپان د هوايي شرکت د یوې مسافر وړونکې الوتکې ټکر ښودل شوی دی.

د ایربس دغې مسافر وړونکې الوتکې له هغه وروسته اور واخیست چې پکې سپاره ۳۷۹ مسافر ورڅخه ووتل.

د ساحل ساتنې د ځواکونو په الوتکه کې د شپږو سپرلیو له جملې پنځه تنه مړه شول. دې الوتکې په مرکزي جاپان کې د وروستۍ زلزلې د مرستې د عملیاتو سره کار کاوه.

د سه شنبې په ورځ، د کوریا یوې الوتکې د جاپان د شمالي ټاپو هوکایډو په یو هوایی ډګر کې له کښته کېدو وروسته پر ځمکه د یوې ولاړې الوتکې سره ټکر وکړ.

د کوریا هوايي شرکت ددې پېښې لامل په واوره کې د الوتکې د مرستندوی یو موټر ښویېدل ښودلي او ویلي یې دي چې په پېښه کې تلفات نه دي اوښتي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG