د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۱۶ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د صنعا څخه سعودي ته الوتکې پرواز وکړ


دا د ۲۰۲۶ کال راپدیخوا لومړی ځل دی چې د یمن پایتخت څخه یوه سوداګریزه الوتکه سعودي عربستان ته پرواز کوي.
دا د ۲۰۲۶ کال راپدیخوا لومړی ځل دی چې د یمن پایتخت څخه یوه سوداګریزه الوتکه سعودي عربستان ته پرواز کوي.

د یمن د پایتخت صنعا څخه چې کنټرول یې د حوثي شعیه یاغیانو په لاس کې دی شنبه جون ۱۷ (غبرګولي۲۷) یوه سوداګریزه الوتکه سعودي عربستان ته روانه شوه چې حاجیان پکې سپاره و.

دا د ۲۰۱۶ میلادي کال راپدیخوا لومړی ځل دی چې د صنعا څخه یوه سوداګریزه الوتکه سعودي ته پرواز کوي او د څو کالونو جګړې راپدیخوا د اړیکو نرموالی ښیي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو تقریباً اوه کاله کیده چې د یمن د صنعا د نړیوال هوایي ډګر څخه یې د الوتکو کښیناستل او جګیدل بند کړي و خو د یمن هوایي چلند یو چارواکي د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د دې هیواد رسمي الوتکه په محلي وخت د شپې په ۸ بجو د نړیوال هوایي ډګر څخه د سعودي په لور روانه شوه.

په الوتکه کې ۲۷۷ تنه سپاره و چې ډیری یې سعودي عربستان ته د حج د فریضې ادا کولو لپاره تلل.

د محمد عکسر په نامه یو مسافر هیله وښوده چې د صنعا په نړیوال هوایي ډګر بندیز به پای ته ورسیږي او خلک به وکړی شي په عادي توګه تګ راتګ وکړي.

هغه وویل، "زه خپل احساسات نشم بیانولی. مونږ ډیر خوښ او هوسا یو".


د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د ۲۰۱۶ کال اګست په میاشت کې یو کال وروسته تر دې چې په حوثیانو یې هوایي بمبارۍ پیل کړلې، د صنعا د نړیوال هوایي ډګر څخه هم د الوتکو په پروازونو بندیز ولګاوه او یوازې د ګوتو په شمار ځله یې خیریه مؤسسو ته د پرواز کولو اجازه ورکړې وه.

د حوثیانو د کار وزیر غالب مطلق د فرانس پریس خبری اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې دوه نورې الوتکې د راتلونکې دو شنبې او سه شنبې په ورځو پروازونه وکړي خو دا یې ندي ویلي چې دا الوتنې به کومو هیوادونو ته وشي.

ښاغلي مطلق زیاته کړه چې د معلوماتو له مخې شاوخوا ۲۴۰۰۰ کسان غواړي نورو هیوادونو ته په الوتکو کې ولاړ شي او هغوي د دې کار لپاره لږ تر لږه ۲۰۰ پروازونو ته اړتیا لري.

حوثي شعیه یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی په ۲۰۱۴ کال کې په نړیواله کچه د پیژندل شوي حکومت څخه واک واخیست او یو کال وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د بې واکه شوي حکومت په ملاتړ په حوثیانو هوایي بمبارۍ پیل کړلې.

پدې جګړې کې د جګړو او نورو غیر مستقیمو عواملو لکه اوبو او خواړو نشتوالي له کبله سلګونه زره خلک مړه شول او ملګرو ملتونو په یمن کې وضعیت د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین بللی.
خو په یمن کې د تیر کال د اپریل د میاشتې راپدیخوا چې ملګرو ملتونو د اوربند په کولو کې منځګړتوب وکړ، جګړه کمه شوې او سره لدې چې د اکټوبر په میاشت کې د اوربند موده پای ته ورسیده بیا هم جګړې په بشپړه توګه پیل نشوې.

XS
SM
MD
LG