د لاس رسي وړ اتصالات

د اسټرالیا یو هوایي شرکت د دمې پرته د نړۍ تر ټولو د اوږد واټن پروازونه پیل کوي


د اسټرالیا هوایي شرکت (کانټاس) پلان لري د دې هیواد د سډني د ښار څخه د انګلستان تر لندن پورې پرته له کومې وقفې د الوتکو سوداګریز پروازونه پیل کړي.

د کانټاس هوایي شرکت دوشنبه مې ۱ (غوایي۱۱) ویلي چې ټاکل شوې دا پروازونه د ۲۰۲۵ تر پایه پيل شي او مسافرین به پوره ۱۹ ساعته پرته لدې چې الوتکه په کوم ځای کې تمه شي، ناست وي.

دا به په نړۍ کې د دمې پرته د الوتکې تر ټولو اوږ مزل وي.

د اسټرالیا دې هوایي شرکت ویلي چې د دې پروازونو لپاره یې پنځه کاله د پلان په جوړوونې کار کړی او ټاکل شوې چې د "لمر خاته پروژې" په نامه پدې پروازونو کې ۱۲ ایربس الوتکې فعالیت ولري.

د کانټاس هوایي شرکت ویلي چې د اسټرالیا د سډني د ښار څخه د انګلستان تر لندن ښاره پورې او همدارنګه د امریکا د نیویارک تر ښاره به مستقیمې الوتنې ولري.

دې شرکت په یوې اعلامیې کې ویلي چې پروازنه د ۲۰۲۵ کال تر پایه د سډني د ښار څخه پیل کیږي خو وروسته به د مبلورن ښار څخه هم پیل شي.

د کانټاس د هوایي شرکت مشر الن جوایس ویلي چې د الوتکو "نوې بڼې دا ډول کارونه ممکن کوي".

هغه زیاته کړه، "د A-350 او لمر خاته پروژه به د هر ښار واټن د اسټرالیا څخه یوازې یو پرواز ته رالنډ کړي".

د اسټرالیا دې هوایي شرکت په ۲۰۱۹ کال کې د څیړنو په هدف د سډني څخه لندن ته الوتنې وکړلې چې ۱۱۰۳۰ میله لار ده او ټول پرواز ۱۹ ساعته او ۱۹ دقیقې وخت ونیوه.

همدې شرکت د سډن د ښار څخه د امریکا د نیویارک ښار ته هم په ۲۰۱۹ کال کې آزمایښتي الوتنې کړې وې چې ټول واټن یې ۱۰۲۰۰ میله و او د ۱۹ ساعتونو څخه یې لږ ډیر وخت ونیوه.
په اوس وخت کې د دمې پرته د نړۍ تر ټولو د اوږ واټن پرواز د سنګاپور یو هوایي شرکت کوي. دغه شرکت د سنګاپور څخه د نیویارک ښار ته مستقیمې الوتنې لري چې د ۱۹ ساعتونو څخه کم وخت نیسي او ټوله فاصله یې هم ۱۰۴۹۸ میله ده.

د کانټاس هوایي شرکت ویلي چې د دې اوږد واټن لپاره نوې الوتکې په ځانګړې توګه ډیزان شوي. د A350 ایر بس الوتکې چې ددې مستقیمو پروازونو لپارهع جوړ شوې یوازې ۲۳۸ مسافرو ګنجایش لري.

په الوتکې کې به د اولې درجې سیټونه، د هر مسافر لپاره د خوب کولو بیل ځای، ځانګړې څوکۍ چې د خوب لپاره هم ترې کار اخیستل کیدی شي او د جامو ایښودلو لپاره آلمارۍ ولري.

XS
SM
MD
LG