د لاس رسي وړ اتصالات

انساني قاچاق؛ فرانسې کې یوه الوتکه درول شوې او د ۳۰۰ هندي مسافرو څخه تحقیقات کېږي


د یکشنبې په ورځ، دسمبر ۲۴ (مرغومي ۳) څلورو فرانسوي قاضیانو د ۳۰۰ هندي مسافرینو څخه پلټنې پیل کړې چې الوتکه یې د پاریس سره نږدې د انساني قاچاق په شک په واټري هوايي ډګر کې درول شوې ده.

د رومانیا د یلیجنډ ایرلاین د ایربس الوتکه له دوبۍ څخه نیکاراګوا ته روانه وه او د پنجشنبې په ورځ د پاریس په ختیځ کې د واتري په هوایی ډګر کې د تیلو اخیستلو لپاره ښکته شوه.

فرانسوي مقاماتو د انساني قاچاق د احتمال په اړه د یو پیغام له ترلاسه کولو وروسته د دغې الوتکې د پرواز مخه ونویله.

فرانسوي قاضیان واک لري چې د دغو کسانو د توقیف موده تر ۱۶ ورځو پورې وغځوي. قاضیان دوه ورځې وخت لري چې له دغو مسافرو څخه سوال او ځواب وکړي.

ددغو قاضیانو له ډلې څخه اینک براون وویل چې د تحقیقاتو هدف دا دی چې وکولی شي "ټول مسافر وګوري". په دغو مسافرو کې ۱۱ کم عمره کسان شامل دي او ۰ نور یې په فرانسه کې د پناه غوښتنه کړې ده. له دغو مسافرو څخه دوه تنه د انساني قاچاقبرانو سره د همکارۍ په شک تر پلټنو لاندې دي.

په پاریس کې د هند سفارت د شنبې په ورځ ډسمبر ۲۳په ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي وو چې د دې پېښې د چټک حل موندلو لپاره کار کوي او د سفارت کارکوونکي موجود دي.

یو شمېر سرچینې چې په څېړنو کې شاملې دي وايي چې په دغو مسافرو کې یو شمېر هغه کارګران دي چې په متحدو عربو اماراتو کې یې کار کړی او احتمالاً امریکا او یا کاناډا ته د رسېدو لپاره نیکاراګوا ته تلل.

د واتري هوایی ډګر د پاریس ختیځ ۱۵۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري او تر ډیره کوچنيو او د ټیټې بیې مسافر وړونکو هوایی شرکتونو ته خدمت کوي.

په فرانسه کې د انسان قاچاق تر ۲۰ کلونو پورې د بند سزا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG