د لاس رسي وړ اتصالات

د هند له خوا د پیازو پر صادراتو بندیز پر اسیایي بازارونو سخت اغیز کړی


هندي پیاز
هندي پیاز

هند د اسیایي پیرودونکو لپاره د سبزیجاتو نرخونه لوړ کړي او داسې نه ښکاري چې هند دې د راتلونکي کال د عمومي ټاکنو دمخه دغه بندیزونه لرې کړي.

د نړۍ د پیازو ترټولو لوی صادرونکي هیواد هند د دسمبر په اتمه وروسته له هغه د پیازو صادرات بند کړل چې ددې هیواد دننه د تولید د کمیدو په نتیجه کې په دریو میاشتو کې د پیازو بیه دوه چنده شوه.

د بنګله دیش په پلازمینه ډاکه کې د خصوصي سکتور یو کارکوونکی موسمي اختر وایي، اوس د کتمندو څخه تر کولمبو پورې پرچون پلورونکي د لوړې بیې سره لاس او ګریوان دي، ځکه چې "پیاز په ټولو هغه خواړو کې اړین دي چې موږ یې پخوو." هغه زیاته کړه، "د نرخونو دا ناڅاپه زیاتوالی د مړۍ تیرولو لپاره سخت دی، زه باید د پیرودلو اندازه راکمه کړم."

د مالیزیا د بیلکان شریمپ پاسټا او د بنګله دیش د بریاني څخه نیولې د نیپال د چرګانو او مرچکو یا د سري لانکا د کبانو تر پخلي پورې اسیایی خوراکونه او مصرف کوونکي د هند د پیازو په انحصار باندې متکي دي چې د دوی د خوښې وړ خواړو خوند وربخښي.

اسیایي پیرودونکي لکه بنګله دیش، مالیزیا او نیپال، او حتی متحده عربي امارات، د کورني تشې د پوره کولو لپاره له هند څخه په وارداتو تکیه کوي.

سوداګر اټکل کوي چې هند د آسیایي هیوادونو د پیازو د ټولو وارداتو نیمایي برخه صادروي او بلخوا د هند څخه واردات د نورو سیالو صادرونکو لکه چین یا مصر په پرتله کم وخت نیسي.

هند په تیر مالي کال کې چې د مارچ په ۳۱ پای ته ورسید ۲.۵ میلیون میټریک ټنه پیاز صادر کړي چې ۶۷۱۱۲۵ ټنه یې ګاونډي هیواد بنګله دیش ته صادر شوي چې د هند د سبزیجاتو ترټولو لوی پیرودونکی دی.

د بنګله دیش د سوداګرۍ وزارت چارواکي تپان کانټي غوش، وویل، د کمښت د له منځه وړلو لپاره، بنګله دیش هڅه کوي چې له چین، مصر او ترکیې څخه د پیازو نورې سرچینې ترلاسه کړي.

پداسې حال کې چې په بنګله دیش کې راتلونکې میاشت عمومي ټولټاکنې کیږي، حکومت په بې وزلو باندې په دې هیله د سبسایډي په نرخونو پیاز پلورل پیل کړي، چې د هند له بندیز وروسته د بیو د ۵۰٪ څخه د ډیر زیاتوالی مخه ونیسي.

د هند د سوداګرۍ وزارت ویاند ګجیندر کمار ٹھاکر وویل، نیپال هم د چین څخه په وارداتو غور کوي او ښایي له هند څخه وغواړي چې استثنا قایل شي او صادراتو ته اجازه ورکړي.

د پیازو پر صادراتو باندې د هند د بندیزونو راهیسې، په سریلانکا کې د پیازو بیې پداسې حال کې نږدې دوه چنده شوي، چې دا هیواد په تیرو اوو لسیزو کې د خپل بیساري سخت مالي بحران څخه راوځي.

د مالیزیا د کرهڼې وزیر سري محمد صابو وویل، هیواد یې هم د نورو واردونکو په څیر، د چین او پاکستان څخه د اکمالاتو د خوندي کولو هڅه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG