ټول سبزیجات خورا روغتیایي ارزښت او اهمیت لري، خو ځینې سبزیجات لکه پیاز خپلې ځانګړې ګټې لري.
پیاز قوي نباتي مواد لري چې د انسان روغتیا لپاره خورا ګټور دي او طبیبانو او حکیمانو حتی په لرغونو زمانو کې دغه نبات د ډیرو ناروغیو د درملنې لپاره کاراوه.
د ویټامینونو او منرالونو څخه ډک
پیاز ډیر ویټامینونه، منرالونه او فایبر لري، خو برعکس، کمه کالوري لري. یو متوسط پیاز یوازې ۴۴ کالوري انرژي لري.
ساینسي موندنو ښودلې چې په پیاز کې د ویټامین سي بډایه ذخیرې ددې لامل ګرځي چې دا سبزي د بدن د معافیت سیسټم د تنظیم او قوي کولو، د وینې د بندیدو لپاره د کولاژن په تولید او د زخمونو د درملنې او په بدن کې د اوسپنې په جذب کولو کې د پام وړ رول ولوبوي.
پیاز د بي ویټامینونو څخه بډای دی، کوم چې د بدن په میټابولیزم، د وینې د سرو حجرو په تولید او د اعصابو فعالیت کې مهم رول لوبوي. همدارنګه، پیاز د پوتاشیم یوه ښه سرچینه ده، هغه منرال چې ډیر شمیر انسانان یې له کمښت سره مخ دي.
طبي څیړنو ښودلې چې د حجرو نورمال او منظم فعالیت، د بدن د مایعاتو توازن، په عصبي فایبرونو کې د محرکاتو لیږد، د ګردې فعالیت او د عضلاتو انقباض او پراختیا، ټول پوتاشیم ته اړتیا لري.
د زړه سلامتي
پیاز په زیاته اندازه د کورسیتین او د التهاب ضد اجزاو انټي اکسیډنټونه لري، چې د وینې غوړ کموي، د وینې لوړ فشار او د وینې د ټوټې کیدو مخه نیسي او بالاخره د زړه او رګونو ناروغیو خطر کموي.
د یوې ساینسي څېړنې موندنې ښيي چې هره ورځ د اتو اونیو لپاره له ۴۰ تر ۵۰ ګرامه خام پیاز خوړل د وینې خراب کولیسټرول په پام وړ کچه کمولی شي.
په پیاز کې موجود انټي اکسیډنټونه د بدن د حجرو د تخریب مخه نیسي او د سرطان، شکرې او د زړه د ناروغیو خطر کموي، د یوې ساینسي څېړنې موندنې ښيي چې پیاز په ځانګړې توګه سور پیاز ۲۵ ډوله انټي اکسیډنټونه لري.
د سرطان ضد
د الییوم ډوله سبزیجاتو منظم مصرف، چې په کې پیاز، هوږه او ګندنه شامل دي، د معدې او کولمو سرطان په ګډون د ځینو سرطانونو د خطر د کمولو سره یې تړاو درلودلی دی.
د پیازو د سرطان ضد خاصیت په دې نبات کې د سلفر لرونکو مرکباتو او انټي اکسیډنټونو په شتون پورې اړوند دی. ساینسي څیړنو ښودلې چې په پیاز کې د سلفر لرونکي مرکباتو شتون په بدن کې د تومورونو وده ورو کوي او د سږو او تخمدان د سرطان د خپریدو مخه نیسي.
د وینې د شکرې کنترول
د پیازو خوړل د وینې د شکرو د کنټرول لپاره اغېزمن ګڼل شوي، په ځانګړې توګه په هغو ناروغانو کې چې د شکرې په ناروغۍ اخته وي یا د دې ناروغۍ د پراختیا له خطر سره مخامخ وي.
د شکرې په ناروغانو باندې د یوې علمي ساینسي مطالعې پایلې ښیي چې هره ورځ د ۱۰۰ ګرامه تازه سور پیاز خوړلو د هغوی د وینې شکره په پام وړ کچه کمه شوې ده.
په پیاز کې موجود کورسیتین او سلفر د شکرې ناروغانو لپاره د شفا کوونکو اغیزو لامل کڼل شوی دی. د عملي موندنو پراساس، کورسیتین د وړو کولمو څخه تر پانقراص، د اسکلیټي عضلاتو، شخمي انساجو او جگر پورې د مختلفو ارګانونو سره د تعامل له امله په ټول بدن کې د وینې شکر تنظیموي.
د هډوکو غښتلي کول
که څه هم د هډوکو په روغتیا کې تر ډیره د لبنیاتو محصولات مرسته کوي، خو نور خواړه لکه پیاز هم د هډوکو په پیاوړتیا کې رول لوبوي.
په منځني عمر او د پاخه عمر لرونکو میرمنو په اړه ترسره شوو څو څیړنو ښودلې چې د خام پیاز یا د هغه عصاره هډوکي پیاوړي کوي.
داسې انګیرل کیږي چې پیاز په هډوکو کې د اکسیداتیف فشار کموي او د هډوکي د حجرو د زیان مخه نیسي. همدارنګه، د پیاز خوړل د انټي اکسیډنټوونو د غښتلي کیدو او د هډوکي د ضایعاتو د کمیدو سبب کیږي، د هډوکو د پوچیدو مخه نیسي.
د باکتریاو ضد خواص
پیاز کولی شي د خطرناکو باکتریاو سره مبارزه وکړي چې د جدي او وژونکو ناروغیو لامل کیږي. د پیازو د باکتریا ضد خاصیت په دې کې په موجود کورسیتین پورې اړه لري.
د یوې ساینسي څیړنې له مخې، د پیازو عصاره کولی شي د کولرا د ودې مخه ونیسي، کوم چې په مخ پر ودې هیوادونو لکه افغانستان کې د عامې روغتیا لویه ستونزه ده.
د هضم ښه کول
پیاز په زیاته اندازه فایبر او پری بیوټیک لري چې د کولمو روغتیا لپاره اړین ګڼل کیږي.
پریببیوتیکونه د فایبر غیر هضمي ډولونه دي چې په کولمو کې ړ هغه د انشقاق په وجه ګټورې باکتریاوې تولیدیږي.
د پیازو د همدې ځانګړتیاوو له امله ډاکټران او د تغذیې متخصصین سپارښتنه کوي، چې پیاز، که خام او یا پخه شوي وي باید د هر انسان په ورځني خوراک کې شامل شي او هیڅوک یې له روغتیايي ګټو بې برخې پاتې نه شي.