د لاس رسي وړ اتصالات

غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند خبرې بیا پلیږي


یوه فلسطینۍ کورنۍ د خان یونس په کنډوالو کې د خپلو ماشومانو سره لیدل کیږي.
یوه فلسطینۍ کورنۍ د خان یونس په کنډوالو کې د خپلو ماشومانو سره لیدل کیږي.

اسرائیل وایي په غزې کې د اوربند او پاتې برمته شویو کسانو خلاصون په هکله د حماس ډلې سره په خبرو کې لا هم "خلاوې"پاتې دې خو زیاتوي چې بله اوونۍ مذاکراتي ټیم د قطري منځګړو سره د تازه خبرو اترو لپاره استوي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو جمعه جولای پنځه ( چنګاښ ۱۵) په یوې اعلامیې کې د خبرو بیا پيل کیدل تائید کړيدي.

په اعلامیې کې راغلي، " موافقه شوې چې اسرائیلي مرکچیان به راتلونکې اوونۍ د خبرو دوام لپاره دوحې ته سفر وکړي. د اړخونو تر منځ لا هم خلاوې پاتې دي".

د اسرائیل حکومت د دې خلاوو په هکله جزیات ندي ورکړي او د حماس ډلې هم تر اوسه د خبرو بیا پیل کیدو باندې تبصره نده کړې خو تر دې وړاندې یې ټینګار په غزې کې د دایمي اوربند او په بشپړه توګه د اسرائیلي ځواکونو په وتلو و.

اسرائیل داسې مهال د خپل مذاکراتي ټیم د استولو خبره کوي چې د دې هیواد د استخباراتو مشر ډیوډ بارینا په دوحې کې د منځګړو هیوادونو سره ولیدل.

متحده ایالات، قطر او مصر چې تیر کال د نومبر په میاشت کې یې د اسرائیل – حماس تر منځ موقتي اوربند کړی و، د څو میاشتو راهیسې د یو بل اوربند لپاره هلې ځلې کوي خو لا بريالي شوي ندي.

په لومړي اوربند کې د ۸۰ اسرائیلي برمته شویو کسانو په بدل کې ۲۴۰ فلسطینیان خوشې شول چې د اسرائیل په زندانونو کې بندیان و.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د اسرائیل د مذاکراتي ټیم د استولو هرکلی کړی.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي دي چې جمهور رئیس جو بایډن د صدراعظم (نتنیاهو) د "پریکړې هرکلی وکړ چې خپلو مذاکره کوونکو ته یې واک ورکړی چې د یوې موافقې د بشپړولو په هڅې کې له امریکایي، قطري او مصري منځګړیو سره تعامل" وکړي.

د امریکا یو حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط او پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، ویلي چې ډیر احتمال شته چې اسرائیل – حماس به یوې موافقې ته ورسیږي.

اسرائيل فکر کوي چې لسګونه یرغمل شوي لا هم په غزې کې له حماس سره دي. په همدې حال کې دواړه لوري په فلسطیني‌ ځمکو کې د ولسيانو د تلفاتو د زیاتوالي له کبله تر سختو نړیوالو فشارونو لاندې دي، چې باید اوربند وکړي.

د حماس ډلې تېرکال د اکتوبر په میاشت کې په اسرائيل باندې ناببره بریدونه وکړل. د اسرائيل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې ۱۱۹۵ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل ونیول شول.

اسرائیل د دغو بریدونو په ځواب کې په غزې باندې عملیات پیل کړي چې د غزې د روغتیا د مسئولینو په وینا تر دې دمه یې شاوخوا ۳۰۹۲۵ فلسطینیان وژلي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان ښودل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG