د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل وایي په سوریې کې یې د حزب الله د استخباراتو مرکزي دفتر ویشتی


اسرائیلي ځواکونه د ګولان په غونډیو د سوریې سرحد سره نږدې د دندې پر مهال لیدل کیږي.
اسرائیلي ځواکونه د ګولان په غونډیو د سوریې سرحد سره نږدې د دندې پر مهال لیدل کیږي.

د اسرائیل پوځ وایي هوایي ځواکونو یې دوشنبه نومبر څلورمه ( لړم ۱۴) د سوریې په پایتخت دمشق کې د حزب الله وسله والې ډلې د استخباراتو مرکز باندې هوایي بمبارۍ کړي.

سره لدې چې د اسرائیل پوځ پدې هوایي بمبارۍ کې د مرګ ژوبلې په باره کې څه ندي ویلي خو د سوریې د بشري حقونو څار ډله چې پدې هیواد کې پراخې شبکې لري او د جګړې په هکله معلومات راټولوي، ویلي چې په برید کې دوه تنه وژل شویدي.

د اسرائیل د پوځ په اعلامیې کې یوازې دومره ویل شوي چې جنګي الوتکو په سوریې کې د حزب الله ډلې اړوند د "استخباراتو مرکزي دفتر" په نښه کړی.

په اعلایې کې همدرانګه ویل شوي چې په نښه شوی ځای د استخباراتي معلوماتو راټولولو خپلواک مرکز و چې د همغږۍ او ارزیابۍ شبکه هم پکې پرته ده.

پوځ ویلي د هوایي بریدونو هدف د حزب الله وسله والې ډلې د استخباراتي وړتیاوو کمزوري کول دي.

د سوریې د بشري حقونو څار اداره چې مرکز یې په بریتانیې کې دی ویلي چې د اسرائیل هوایي بریدونه د دمشق جنوب لور ته د سیده زینب ښارګوټي سره نږدې شوي او د حزب الله وسله والې ډلې دوه غړي پکې وژل شویدي.

دا سیمه د ایراني پلوو شعیه ملیشو د پټیدو خوندي مرکز دی.

دې ادارې همدرانګه ویلي چې په برید کې یو کور لګیدلی چې د حزب الله او ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو ترې کار اخیسته.

په عین حال کې د سوریې د بهرنیو چارو وزارت دا برید غندلی او ویلي چې د ملکیانو د اوسیدو ځای پکې په نښه شوی و.

د وزارت په اعلامیې کې د مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویل شوي او یوازې دومره یې ویلي چې په برید کې د سیمې خلکو ته د پام وړ مالي زیان اوښتی دی.

د سیمې خلکو هم د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دریو درنو چاودنو غږونه یې اوریدلي دي او دا چې تر بریدونو وروسته له سیمې ستر لوګي پورته شویدي.

د دې هوایي برید څخه یوه ورځ وړاندې د اسرائیل پوځ وویل چې په سوریې کې دننه یې په یوې چاپې کې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو یو مهم غړی نیولی او د ځآن سره یې اسرائیل ته بولی دی.

د اسرائیل پوځیانو ددې چاپې ویډیوګانې هم خپرې کړي چې پکې ښودل کیږي له یوې ودانۍ څخه یو تن چې سپینې جامې یې په تن دي نیسي. پوځ ویلي چې دا شخص یې د پوښتنو لپاره د اسرائیل خاورې ته وړی دی.

اسرائیل په تیرو څه باندې لسو کالونو کې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، سلګونه هوایي بریدونه د دې هیواد په هغو برخو کړي چې د حکومت په کنټرول کې دي خو ډیر لږ وخت مني چې دا ډول عملیات یې کړیدي.

د اسرائیل پوځي چارواکو پخوا ویلي چې دا بریدونه په سوریه کې د ایران او ددې هیواد د ګوډاکي ملیشو په مرکزونو کوي او تر څنګ یې دا هم منلې چې د حزب الله د وسله والې ډلې او نورو هغو ملیشو مرکزونه یې ویشتي چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG