د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وايي په سوریه کې میشتو امریکايي ځواکونو په دوو جلا عملیاتو کې ۳۷ تندلاري وژلي دي چې په کې د داعش او د القاعده شبکې اړوند د حراسالدین د تنظیم لوړپوړي مشران شامل دي.
د امریکا پوځي چارواکو ویلي چې دا هوايي بریدونه د ترهګرو د کمزوري کولو او د هغوی د پلانونو د ګډوډولو په هدف له سیمهییزو متحدینو سره د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د ژمنتیا یوه برخه ده ترڅو ترهګر پر غیرنظامیانو، امریکايي ځواکونو او محتدینو باندې یې د بریدونو د ترسره کولو وړتیا پیدا نکړي.
سنټکام ویلي چې د سوریې په شماللویدیځ کې د سپتمبر په ۲۴مه د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې د حراسالدین د تنظیم د یو لوړپوړي چارواکي مروان باسم عبدالرووف چې د دغې ډلې د نظامي عملیاتو مسول و په ګډون ۹ ترهګر وژل شوي دي.
د حراسالدین تنظیم په سوریه کې فعالیت کوي او غواړي چې د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو پر منافعو باندې بریدونه وکړي.
سنټکام ویلي چې له دې وړاندې د دغې ډلې یو بل لوپوړی مشر عبدالرحمان المکي هم په یو جلا عملیاتو کې وژل شوی و.
د سنټکام په بیان کې راغلي چې د سپتمبر په ۱۶ د امریکا هوايي ځواکونو د سوریې په یوې لرې پرتې سیمه کې د داعش پر یو کمپ باندې برید وکړ او د دغې ډلې د څلورو مشرانو په ګډون یې لږ تر لږه ۲۸ وسلهوال ووژل.
د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال اریک کوریلا وویل چې د متحده ایالاتو دا بریدونه په سیمه کې د ترهګریزو ډلو د له منځه وړلو لپاره د امریکا د ژمنتیا څرګندونه کوي.
سنټکام ویلي چې په دغو دواړو عملیاتو کې غیرنظامیانو ته د زیان اوښتلو هېڅ نښې نه دي لیدل شوي.
دا مهال ۹۰۰ امریکايي ځواکونه په سوریه کې میشت چې او د داعش په ګډون په سیمه کې د ترهګریزو ډلو په خلاف عملیات ترسره کوي.
فورم \ دبحث خونه