د لاس رسي وړ اتصالات

مالي کې په القاعدې پورې د تړلې ډلې په بریدونو کې  لسګونه کسان وژل شوي


د «جماعت اسلام و المسلمین» ډلې ادعا کړې ده چې د سه شنبې د ورځې بریدونه دوی کړي.
د «جماعت اسلام و المسلمین» ډلې ادعا کړې ده چې د سه شنبې د ورځې بریدونه دوی کړي.

په مالي کې دیپلوماتان او امنیتي سرچېنې وايي چې په القاعدې پورې تړلې یوې وسله والې ډلې د مالي په مرکز باماکو کې په روانې اونۍ کې شاوخوا ۷۰ تنه وژلي دي، حکومت د تلفاتو ارقام نه دي خپاره کړي.

اورپکو د ځانګړو پولیسو په اکاډمۍ او هوايي ډګر باندې بریدونه وکړل او په دې سره یې وښوده چې په مرکزې کې دننه هم مهم ځایونه په نښه کولای شي.

د «جماعت اسلام و المسلمین» ډلې ادعا کړې ده چې د سه شنبې د ورځې بریدونه دوی کړي.

په دې برید سره همدغه راز د مالي حکومت هغه ادعا هم کمزورې ثابتېږي چې وایي له دغه هېواد څخه د امریکا او فرانسې د ځواکونو له وتلو وروسته امنیت ښه شوی. مالي د امنیت په برخه کې روسیې ته مخه کړې ده.

دوه ديپلوماتان، چې په سیمه کې په ماموریت بوخت دي، وویل چې باور کېږي تلفات به شاوخوا ۷۰ تنه وي. د رویټرز خبري اژانس وايي چې د تلفاتو شمېر نه شي تائیدولای. یو بل دیپلومات ویلي دي چې په بریدونو کې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي او روغتونونه کافي بسترونه نه لري چې د زخمیانو درملنه وکړي.

په مالي کې د تاوتریخوالي له پیلېدو سره د افریقا په ساحل کې تاوتریخوالی زیات شوی چې له کبله یې زرګونه کسان وژل شوي، میلیونونه نور بې ځایه شوي او ځينې وسله والې ډلې له القاعده او یا داعش سره یو ځای شوي دي.

د مالي حکومت وايي په بریدونو کې د سر زیان اوښتی خو شمېره یې نه ده ښودلې. د مالي یوې ورځپاڼې راپور ورکړی چې د سه شنبې په ورځ د ۵۰ پولیسو د جنازې مراسم ترسره شول. رویټرز اژانس وايي چې د دغو جنازو په اړه یې نور معلومات ترلاسه نه شو کړای.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینو خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې اورپکي د ولسمشرۍ یوې جټ الوتکې او د پولیسو په اکاډمۍ کې وژلو شویو کسانو ته اور اچوي.

د مالي د اوسني رژیم مشر اسامي ګویتا، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د کودتا په ترڅ کې واک ترلاسه کړ، ویلي وو چې پوځ یې وسله والې ډلې پام وړ کمزورې کړې او د روسیې په مرسته جنګېږي.

د جولاۍ په میاشت کې هم اورپکو د روسیې یو شمېر اجیر او د مالي ځواکونه ووژل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG