د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق څخه د ائتلافي ځواکونو وتلو پر سر د واشنګټن او بغداد تر منځ توافق شوی، سرچینې


مریکایي چارواکي وایي د عراق څخه د ائتلافي ځواکونو د وتلو په هکله د بغداد سره یو تفاهم ته رسیدلي چې له مخې به یې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي هیوادونو سلګونه سرتیري لدې هیواد څخه ووځي.

ګڼې سرچینې چې د موضوع په هکله معلومات لري، مطبوعاتو ته ویلي چې دا توافق لا د واشنګټن او بغداد چارواکو تر منځ نهایي شوی ندی خو که ونه منل شي له مخې به یې د ۲۰۲۵ میلادي کال د سپټمبر تر میاشتې د امریکا په مشرۍ سلګونه ائتلافي سرتیري له عراق څخه ووځي.

دې سرچینو همدارنګه ویلي چې د نهایي موافقې وروسته به د سرتیرو د وتلو نیټه هم څرګنده شي او دا چې پاتې سرتیري به د ۲۰۲۶ کال تر پایه عراق پریږدي.

د متحده ایالاتو د حکومت یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي چې "موافقه شوي، اوس یوازینۍ پوښتنه دا ده چې څه وخت یې اعلان وکړو".

امریکایي او عراقي چاراکي د کافي زیات وخت راهیسې لدې هیواد څخه د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو وتلو په هکله په خبرو اخته دي چې هلته د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړې کې د سیمه ایزو ځواکونو سره د همکارۍ او سلا مشورې ورکولو لپاره دیره دي.

واشنګټن او بغداد پدې هم کار کوي چې یو شمیر امریکایي سرتیري په عراق کې د سلا مشورې ورکولو په نقش کې پاتې شي.

ټاکل شوې وه چې د عراق څخه د امریکایي ځواکونو وتلو په هکله رسمي اعلان څو اوونۍ وړاندې شوی وی خو سرچینو ویلي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ روانې جګړې له کبله یو شمیر پیدا شوې ستونزې ددې اعلان د ځنډیدو سبب شولې.

پدې سرچینو کې پنځه امریکایي ، دوه د نورو ائتلافي هیوادونو او پنځه عراقي چارواکي شامل دي چې ټولو یې د نومونو نه افشا کیدو په شرط دا معلومات ورکړیدي.

سره لدې چې دې سرچینو ندي ویلي چې رسمي اعلان به څه وخت وشي خو په بهرنیو چارو کې د عراق د صدراعظم سلاکار، فرهاد علاالدین ویلي چې د ائتلافي ځواکونو د وتلو په هکله د واشنګټن سره خبرې پای ته رسیدلي دي.

ښاغلي علاالدین ویلي چې د نړیوال ائتلاف غړیو هیوادونو سره په نظامي، امنیت، اقتصادي او کلتورو برخو کې د نویو همکاریو او اړیکو په هکله خبرې کوي.

امریکایي ځواکونو په ۲۰۰۳ کال کې په عراق یرغل وکړ، د دیکتاتور صدام حسین رژیم یې ړنګ کړ او په ۲۰۱۱ کال کې له هغه هیواد څخه ووتل.

خو د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې په عراق کې ځای په ځای شول چې د داعش ډله، چې هغه وخت یې په عراق او سوریې خپل خلافت اعلان کړی و، وځپي. د حشد الشعبي ډلې د داعش په ماتولو کې همکاري کړې وه.

په عراق کې تقریبآ ۲۵۰۰ او په سوریې کې ۹۰۰ امریکايي سرتېري دېره دي.

سره لدې چې په عراق کې امریکایي او نور نړیوال ځواکونه د بغداد په بلنې دې هیواد کې ځای پر ځای دی خو د زرو په شاوخوا کې امریکایي ځواکونه چې په سوریې کې د کردي ځواکونو سره په ګه د داعش په خلاف جګړه کوي، د دمشق اجازې پرته هلته دیره دي.
امریکایي ځواکونه د عراق د حکومتي ځواکونو سره مرسته کوي تر څو پرې نږدي داعش ډله پدې هیواد کې بیا سر راپورته کړي.

د متحده ایالاتو تر څنګ، جرمني، فرانسه، هسپانه او ایټالیا په عراق کې سلګونه سرتیري لري چې د امریکایي ځواکونو تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG