د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ځواکونو په سوریه کې د داعش پر ډلې هوايي بریدونه کړي


د امریکا هوایي ځواک
د امریکا هوایي ځواک

د فرانسې خبري اژانس د شنبې په ورځ‌ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۱) راپور ورکړی چې امریکايي‌ ځواکونو په سوریه کې د اسلامي دولت (داعش)‌ ډلې پر څو مرکزونو باندې هوايي بریدونه کړي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې د متحده ایالاتو متحد اسرائيل په لبنان او غزه کې د نورو وسله‌والو ډلو پر ضد جنګېږي.

په راپور کې د امریکا د مرکزي قوماندۍ د یوې اعلامیې په حواله چې په اکس ټولنیزې شبکې خپره شوې راغلي: "د متحده ایالاتو ځواکونو د اکتوبر د ۱۱ ورځې په سهار په سوریه کې د داعش په څوو پېژندل شویو مرکزونو باندې یو لړ هوايي بریدونه وکړل."

د متحده ایالاتو مرکزي‌ قوماندې ویلي‌ چې د داعش ډلې پر مرکزونو باندې دا بریدونه به پر امریکا او متحدینو یې او دغه راز په سیمه او له سیمې ورهاخوا پر ملکي وګړو باندې د دغې ډلې د بریدونو پلانونه مختل کړي.

په اعلامیه کې راغلي‌ چې په دغو بریدونو کې د اوښتو زیانونو په اړه پلټنې روانې دي چې "تر اوسه په کې د غیرنظامیانو د مرګ‌ژوبلې څرک نه لیدل کېږي."

په سوریه کې دا مهال شاوخوا ۹۰۰ امریکايي ځواکونه دیره دي او د داعش پر ضد د نړیوالو ایتلافي ځواکونو په چوکاټ کې جنګېږي.

ائتلافي ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغې عراق او سوریې ته ولاړل چې د داعش وسله والو د دې دواړو هیوادونو ډیرې برخې ونیولې.

د تیر عیسوي کال راهیسې په غزه کې د اسرائیل او حماس د جنګ اړوند تاوتریخوالي او په منځني ختیځ کې د ایران پلوه حزب الله ډلې په ګډون له نورو وسله‌والو ډلو سره د اسرائيل له ښکېلېدو وروسته په سوریه او عراق کې د امریکا په مشرۍ پر میشتو ایتلافي‌ ځواکونو باندې د بې‌پیلوټو الوتکو او توغندیو لسګونه بریدونه شوي‌ دي.
په عراق او سوریې کې میشتو امریکايي ځواکونو د وسله والو ډلو پر ضد ګڼ ځوابي بریدونه کړي دي.

په تېره سپتمبر میاشت کې امریکايي ځواکونو په سوریه کې دوه جلا بریدونه ترسره کړل چې په کې د داعش او د القاعده شبکې اړوند د هراس‌الدین ډلې ۳۷ وسله‌وال ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG