د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې په ختیځ کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي


عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې د جمعې په ورځ، اګست نهمه (زمري ۱۹مه) راپور ورکړ، چې د دغه هېواد په ختیځ کې د سوریې د حکومت د ملاتړو ایران پلوه جنګیالیو، د بریدونو په ترڅ کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار دغه اداره، چې مرکز یې په بریتانیا کې دی خو په سوریه کې د کورنۍ جګړې په اړه د معلوماتو راټولولو لپاره پراخې شبکې لري، په خپل راپور کې ویلي، چې د دیر الزور ولایت په دحله سیمه کې د بریدونو په قربانیانو کې شپږ ماشومان هم شامل دي.

راپور زیاتوي، چې جګړه د چهارشنبې په ورځ هغه مهال پیل شوه، کله چې ایران پلوه جنګیالیو د کردانو تر ولکې لاندې سیمو باندې پراخ بریدونه وکړل.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو(اس ډي ایف)، چې کردان یې مشري پرغاړه لري، هم ددې خبرې پخلی کړی، چې په دحله سیمه کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي، چې اکثره قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.

د سوریې دموکراتیکو ځواکونو د ۲۰۱۹ کال په کې د داعش ډلې د 'اعلان شوي خلافت' په ماتولو کې مهم رول ولوباوه. دیر الزور ولایت، چې د عربو اکثریت لري، له عراق سره پوله لري او د فرات رود په دوو برخو ویشلې دی.

په دې سیمه کې ګڼ نور قومونه هم مېشت دي چې ځینو یې د داعش پر وړاندې په جګړه کې د سوریې دموکراتیکو ځواکونو سره یوځای شوي دي.

په سوریه کې د یوې لسیزې کورنۍ جګړه کې، تهران د بشارالاسد د حکومت سره پوځي مرستې کړې دي. اوس مهال امریکا په سوریه کې څه باندې ۹۰۰ سرتیري لري چې د سخت دریځو اسلامپالو ډلو پر ضد د لویدیځو هیوادونو د ایتلاف برخه دي.

سوریه له ۲۰۱۱ کال راهیسې په خونړیو او وژونکو جګړو کې ښکېله ده. په دې موده کې تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او د دغه هېواد په میلیونونو خلک یا له خپلو کورونو بې ځایه شوي او یا هم د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دې راپور یوه برخه له فرانسپرس خبري اژانس څخه اخیستل شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG