اسرائیل یکشنبه نومبر درییمه ( لړم ۱۳) ویلي چې په سوریه کې دننه یې د ځمکې د لارې چاپه وهلې د سوریې یو تبع یې نیولی او ادعا کوي چې په سیمې کې د ایران له ملاتړ برخمنو وسله والو ملاتړ یې کاوه.
سره لدې چې د سوریې حکومت په سمدستي توګه د اسرائیل دا چاپه نده تائید کړې خو د تیرو ۱۳ میاشتو راهیسې چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ شخړه پیل شوې، دا لومړی ځل دی چې د اسرائیل ځواکونه سوریې ته ننوځي.
د اسرائیل پوځ هم دا ندي ویلي چې دا چاپه څه وخت او په کوم ځای وهل شوې خو دومره یې ویلي چې نیول شوی سوریایی علي سلیمان العاصي نومیږي چې د سوریې په جنوب کې د سعیدیه په سیمې کې اوسیده.
د اسرائیل پوځ همدارنګه ویلي چې د تیرو څو میاشتو راهیسې یې دا شخص څاره او د سوریې سرحد سره نږدې د ګولان په غونډیو کې یې د ایران په لارښوونه اسرائیلي اهداف ویشتل.
د اسرائیل پوځیانو ددې چاپې ویډیوګانې هم خپرې کړي چې پکې ښودل کیږي له یوې ودانۍ څخه یو تن چې سپینې جامې یې په تن دي نیسي. پوځ ویلي چې دا شخص یې د پوښتنو لپاره د اسرائیل خاورې ته وړی دی.
اسرائیل په تیرو څه باندې لسو کالونو کې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، سلګونه هوایي بریدونه د دې هیواد په هغو برخو کړي چې د حکومت په کنټرول کې دي خو ډیر لږ وخت مني چې دا ډول عملیات یې کړیدي.
د اسرائیل پوځي چارواکو پخوا ویلي چې دا بریدونه په سوریه کې د ایران او ددې هیواد د ګوډاکي ملیشو په مرکزونو کوي او تر څنګ یې دا هم منلې چې د حزب الله د وسله والې ډلې او نورو هغو ملیشو مرکزونه یې ویشتي چې ایران یې تر شا ولاړ دی.
که له یوې خوا د متحده ایالاتو په ګډون غربي هیوادونه کوښښ کوي په منځني ختیځ کې د جګړې پراخوالي مخه ونیسي خو په غزې او لبنان کې د اسرائیلي ځواکونو تعرضي عملیاتو له کبله دا ویره لا ډیره شوې چې ښایي د جګړې لمن لا پراخه شي.
بل پلو ایراني چارواکو په پرله پسې توګه خبرداری ورکړی چې په اسرائیل به د تیرې اکټوبر میاشتې ۲۶ مې نیټې بریدونو له کبله ځوابي برید کوي ؛ متحده ایالاتو او اسرائیل دواړو ایران ته د برید نه کولو خبرداری ورکړی.
واشنګټن ویلي که ایران برید وکړي، د اسرائیل مخه به ونشي نیولی او اسرائیل بیا د قوي ګوزار ورکولو خبرداری ورکړی.
اوازې دي چې ایران ښایي په اسرائیل باندې په همدې راتلونکو څو ورځو کې برید وکړي. د ایران جمهور رئیس مسعود پزشکیان د یکشنبې په ورځ وویل چې په سیمې کې ددې هیواد د متحدینو او اسرائیل تر منځ احتمالي اوربند ښایي د تهران د ځواب ویلو په شدت اغیز وکړي.
د پزشکیانو د څرګندونو معلومیږي چې دا هیواد په اسرائیل باندې د دریم برید نیت لري. ایران په روان میلادي کال کې دوه ځلې په مستقیمه توګه له خپلې خاورې په اسرائیل بریدونه وکړل او اسرائیل هم ځواب ورکړ.
فورم \ دبحث خونه