د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې پر ټول شموله حکومت جوړېدو د اسلامي هیوادونو د سازمان ټینګار


OIC
OIC

د اسلامي همکاریو سازمان غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډې اعلامیې کې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر رامنځته کېدو ټينګار کړی دی.

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ۴۸مه غونډه د روانې اونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په اسلام اباد کې وشوه.

د دغه سازمان غړو په خپلې ګډې اعلامیې کې په افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي ټینګېدو ته په ټینګار سره ویلي: "موږ پوهیږو چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات یوازې د یو ټول شموله حکومت رامنځته کېدو او د افغانستان د ټولو قومونو په مشارکت سره تضمین کېدای شي.موږ د ټولو افغانانو، له هغه ډلې د ښځو، ماشومانو، قومي، فرهنګي او مذهبي لږکیو د بشري حقوقو پر اهمیت بشپړ ټينګار کوو."

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان یو ځل بیا ټينګار کړی چې افغانستان باید د تترهګرو د پټیدو په ځالې بدل ندي شي.

په اعلامیه کې راغلي:"موږ په تاکید سره پر دې ټینګار کوو چې د افغانستان خاوره د هیڅ تروریستي ډلې په ځانګړي ډول د القاعده، داعش او د هغه اړوند ډلو، د ختیځ ترکستان جنبش او پاکستاني طالبانو د پټیدو ځای نشي."

روانه اونۍ د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک کنزي ویلي و چې چې داعش ډله په افغانستان کې د نویو جنګیالیو په جلب او جذب لګیا ده، خو د طالبانو د استخباراتو ریاست یادې څرګندونې رد کړي وې.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان زیاته کړې چې لا هم څو زره داعش جنګیالي په افغانستان کې حضور لري او هڅه کوي‌ چې پر متحدو ایالاتو برید وکړي.

خو د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه د امریکايي جنرال مک کنزي وروستۍ څرګندونې سختې رد کړي او هغه یې «یو ډول استخباراتي پروپاګند او د داعش ډلې لپاره یې یو ډول کمپاین» بللی دی.

پر همدې مهال داسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې:" دغه هیواد ته له داخل او بهر څخه د احتمالي خرابکارانه هڅو په اړه متوجه او باخبره وه اوسي."

خو د طالبانو حکومت ویلي چې د افغانستان خلکو، ګاونډیانو او نړۍ ته ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې داعش د اندېښنې وړ نه دی.

له بل لوري د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له افغانستان سره د بشري مرستو او د دغه هیواد د کنګل شوې پانګې ازادولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG