د لاس رسي وړ اتصالات

امیري: اسلامي هیوادونه دې په بشري حقوقو او افغان ښځو په مشارکت تمرکز وکړي


په داسې حال کې چې پاکستان د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د ۴۸مې غونډې کوربه دی، د امریکا متحده ایالاتو له هغوی څخه غوښتي چې پر بشري حقوقو او په ټولو چارو کې د افغان ښځو پر مشارکت تمرکز وکړي.

د افغان ښځو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري نن چهارشنبه مارچ ۲۳(وري درېیمه) د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان غونډه کې د افغانستان په اړه بحثونو ته په اشارې پر خپل ټویټر پاڼه دغه غوښتنه مطرح کړې ده.

اغلې امیري د دغه سازمان له غړو څخه د افغانستان مرستندویه صندوق لپاره د زیاتو مرستو جلبولو غوښتنه کړې او ویلي دي: "په دغه برخه کې پرمختګ حیاتي دی."

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنی کنفرانس تیره ورځ په پاکستان کې پیل شو.

د پاکستان صدراعظم عمران په دغه ناسته کې له اسلامي هیوادونو څخه وغوښتل چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

ښاغلي خان وویل که پر افغانستان بندیزونه لیري نشي او د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پيژندل شي، دغه هیواد به له سخت بشري ناورین سره مخ شي.

د پاکستان د صدراعظم په وینا، د افغانستان خلک د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي او باسواده کسان له دغه هیواد څخه وځي.

ښاغلي ټینګار وکړ: "ډيره مهمه ده چې موږ د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو او وایو چې باثباته افغانستان یوازینۍ لار ده، په تکرار سره وایم چې یوازینۍ لار ده چې کولای شو نړیوال تروریزم د افغانستان له خاورې څخه ورک شي. هیڅ هیواد نشي کولای چې دغه کار تر سره کړي."

دطالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د محمد اکبر عظیمي په مشرۍ یو پلاوی دغه غونډې ته استولی دی. دغه پلاوي په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي چې امیرخان متقي غوښتل په دغه غونډه کې ګډون وکړي، خو د سفر له امله ونه توانېدی.

ښاغلي عظیمي د اسلامي هیوادنو د همکارۍ سازمان څخه د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه، دغه پلاوي همدارنګه له دغه هیوادونو څخه وغوښتل چې د دوی حکمت په رسمیت وپيژني.

د تیرې ډسمبر میاشتې پر ۱۹مه هم په پاکستان کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان غونډه تر سره شوه. په یاده غونډه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ګډون وکړی و.

اسلامي هیوادونو په هغه ناسته کې ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره به د بشري مرستو جلبولو په برخه کې د یو میکانیزم رامنځته کولو هڅې وکړي او له ملګرو ملتونو سازمان به په ګډه د افغانستان د کنګل شوو پیسو ازادولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دغو هیوادونو همدارنګه ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې بشري بحران ته د رسېدو په برخه کې به د «مالي او بانکي چینلونو په پرانیستلو سره دغه هیواد ته دپیسو او مالي مرستو بهیر پيل کړي.

XS
SM
MD
LG