د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان اسلامي نړۍ ته: د بشري او ښځو د حقونو ترویج لپاره له طالبانو سره تعامل وکړئ


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم په یوې مقالې کې ویلي چې تر څلوېښتو کلونو وروسته اوس مهال په افغانستان او سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره واقعي فرصت رامنځته شوی دی.

عمران خان د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د ۴۸ ناستې تر سره کېدو په مناسبت مقالې کې ویلي چې د اسلامي نړۍ هیوادونه باید په افغانستان کې د بشري بحران او اقتصاد پاشل کېدو د مخنیوي لپاره جمعې عمل وکړي.

د پاکستان صدراعظم د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان غړو ته په خطاب کې ویلي: "موږ باید د بشري حقوقو په ځانګړې توګه د ښځو حقوقو د ودې،د ښې پراختیا هڅونې او له هیواد څخه د تروریستي ګواښ د له منځه وړلو لپاره د اغېزناکې او هر اړخېزې ستراتیژۍ رامنځته کولو په برخه کې دافغانستان له چارواکو سره فعالانه تعامل وکړو."

عمران خان پر داسې مهال په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره پر تعامل ټینګار کړی دی چې د نژدې اتو په تېرېدو سره پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته تر دا مهاله هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.

ټاکل شوې د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان ناسته په اسلام اباد کې تر سره شي.

د دغه سازمان تیره ناسته د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې په پاکستان کې تر سره شوې وه. اسلامي هیوادونو په هغه ناسته کې ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره به د بشري مرستو جلبولو په برخه کې د یو میکانیزم رامنځته کولو هڅې وکړي او له ملګرو ملتونو سازمان سره به په ګډه د افغانستان د کنګل شوو پیسو ازادولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دغه هیوادونو همدارنګه ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې بشري بحران ته د رسېدو په برخه کې به د «مالي او بانکي چینلونو په پرانیستلو سره دغه هیواد ته دپیسو او مالي مرستو بهیر پيل کړي.

تر هغه وروسته د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان په افغانستان کې بشري بحران ته د رسېدو په هدف د افغانستان د بشري مرستو صندوق رامنځته کړ.

یاد سازمان همدارنګه روانه میاشت په افغانستان کې د خپل دفتر پرانیستلو خبر هم ورکړ.

XS
SM
MD
LG